Get Mystery Box with random crypto!

د کمپیوټر ساینس اساسات: دغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په | د ټکنالوژي لارښود

د کمپیوټر ساینس اساسات:

دغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په خاص ډول د کمپیوټر ساینس نوي زده کوونکو ته ځانګړې سوې ده، هغه کسان چې تازه کمپیوټر ساینس ته بریالي سوي دي او یا یې اوس لولي.

لومړئ: کمپيوټر ساینس په لنډ ډول د معلوماتي ټکنالوجي مطالعې ته وایي.
دویم: کمپیوټر یو داسې برقي وسیله ده چې د ورکړل سوي لارښوونو Instructions پر اساس یوه عملیه سر ته رسوي.
کمپیوټر عموما له دوو برخو تشکیل سوی دی.
لومړئ: هارډوير
دویم: سافټویر
هارډویر برخه له فزیکي پرزو تشکیل سوې ده،. کولای سئ لاس وروړئ، مات یې کړئ، په لغتو یې ووهئ.
سافټویر: دا برخه له فزیکي پرزو نه ده جوړه سوې، په باینري شکل د هارډویر لپاره لیکل سوي لارښوونې دي او د فایلونو په شکل په فزیکي پرزو کښې ساتل کیږي لکه HDD او نور Chips او هارډویر ته لارښوونه کوي چې کوم کار سر ته ورسوي.
پروګرام: پروګرام د سافټوېر یوه برخه ده (A Piece of Software) چې ستاسې په کمپیوټر کښې د فایل په شکل ساتل سوی وي او د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي، پروګرام د کمپیوټر لپاره د لارښوونو یو سیټ دی چې کله چالان سي کمپیوټر د هغو لارښوونو مطابق کار سر ته رسوي.
کوډ: کوډ د لارښوونې مترادف توری دی، په یوه پروګرام کښې د لغاتونو او سمبولونو مجموعه ده چې د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي.
له پروګرامینګ سره باید د کمپیوټر په اساسي پرزو خبر یاست، هره پرزه ځان ته جلا کار کوي چې د ټولو مجموعه بیا یو کمپیوټر کیږي.
د کمپیوټر هارډویر له شپږو 6 مهمو برخو جوړ دی، چې په لاندې ډول دي.
لومړئ: Central Processing Unit یا CPU
دویم: Main Memory
دریم: Secondary Storage
څلورم: Input/Output Devices چې I/O Devices ورته وایي.
پنځم: Network
شپږم: Bus
لاندې یې عکس دی.
د ټولو تشریح دلته ولولئ:
لومړئ: CPU یا Central Processing Unit چې د کمپیوټر مغز ورته ویل کیږي، په کمپیوټر کښې د هر کار د تر سره کولو مسئولیت د CPU په غاړه دی. هر پروګرام او کوډ او پکښې لارښوونې CPU سر ته رسوي.

دویم: Main Memory چې Random Access Memory یا RAM ورته وایي، دوه کارونه سر ته رسوي.
لومړئ: ستاسې د پروګرام کوډ ساتي
دویم: تر کومه حده چې پروګرام مخ ته تللی دی او یا تر کار لاندې دی هغه Data یې ساتي. د بیلګې په ډول تاسې Microsoft Word خلاص کړی دی، هغه کوډ چې Microsoft Word چلوي ستاسې په RAM کښې ساتل کیږي، RAM یواځې تر هغه وخت فعال پاته کیږي تر څو چې ستاسې کمبیوټر چالان وي، کله چې کمپیوټر بند کړئ، په RAM کښې دننه Data ټوله له منځه ځي.

دریم: Secondary Storage
ستاسې په کمپیوټر کښې Hard Disk، SSD یا Solid State Drive او نور په دغه کټګوري کښې راځي، کله چې پروګرام بند وي په همدغه حافظه کښې ساتل کیږي، که تاسې کمپیوټر بند کړئ ډیټا مو له منځه نه ځي او همدلته پاتې کیږي.

څلورم: Input & Output Devices یا I/O Devices
دغه برخه د کميپوټر کاروونکي ته دا قدرت ورکوي چې له کمپیوټر څخه ډیټا واخلي یا ډېټا ورکړي.
د Input Devices لکه keyboard, Mouse او Microphone او د Output Devices لکه Monitor, Printer یا Speaker
پنځم: Bus
د Bus کار په Motherboard کښې د ټولو پرزو تر منځ د اړیکې ټینګول دي، یعنې Bus د لینونو او تارونو یوه مجموعه ده چې د کمبیوتر مختلفې پرزې یو له بل سره نښلوي. د بیلګې په ډول که تاسې Microsoft Office کلیک کړئ، Bus د Microsoft Office کوډ له HDD څخه RAM ته وړي تر څو RAM یې CPU ته ورکړي او چالان سي.

د پروګرامینګ ځینې مشهورې اصطلاحګانې
لومړئ: Code او مترادفې کلمې یې Computer Instructions, Software, program او Application دي.
دویم: Coding چې مترادفي کلمې یې Programming, Software Development, Software Engineering دي.
دریم: Programmer: چې مترادفي کلمې یې Coder, Software Developer, Web Developer او Software Engineer دي.

د Machine Language او Programming Language تر منځ توپیر
لومړئ: د کمپیوټر ژبه یا Machine Language
کله چې تاسې یو فایل ثبتوئ د بېلګې په ډول د Microsoft Word یو فایل ثبتوئ، کمبیوټر ستاسې ټول ټایپ سوي توري په یوه مشخص فارمټ چې Binary ورته وایي ثبتوي، Binary ټول پر 0 او 1 ولاړ دی او دغه Binary Format ته Machine Language یا د کمپيوټر ژبه وایي.
هر توری ستاسې په کیبورډ کښې په Binary ژبه یو کوډ لري، کپمیوټر A او B نه پېژني، کله چې تاسې هر توری د کیبورډ ټایپ کوئ، Shell هغه توری ترجمه کوي او په هر Numerical Code کوډ چې ساتل سوی دی هغه کوډ یې ترجمه د سکرین پر مخ ښکاره کیږي، او د هر توري مشخص کوډ له بل توري سره فرق لري او یو له بل څخه سره جلا کوي. تاسې کولای سئ د Numerical Codes په اړه پرلیکه Online ولولئ.