Get Mystery Box with random crypto!

د ترافیکو جرمانه د قانون د احترام په اړه خوندوره کیسه حامد افغ | ډܝ࡙ߺزߊ‌ܝ࡙ߺࡅ߭ـ·ٖٖٜ.,ٖٖٖٜ¸ٖٖٖٖ,.ٖٖٜ·ٖٜـٍٍٍْْْْْۘۘ͜͡ـٰٰٖــߊ‌ࡅ߭ځ‌᠀ر‌᠀ࡅ߭ܘ

د ترافیکو جرمانه
د قانون د احترام په اړه خوندوره کیسه
حامد افغان
یو ښوونکی #کیسه_کا، خپل موټر کې چرته روان وم، چې د لارې ترافیکو ودرولم، د ترافیکو مدیر زما او د موټر اسناد راشکه واخیستل او په تورو شمسي چشمو کې یې په ځیر ځیر راته کتل... بیا یې په احترامانه او جدي لهجه راته وویل: استاد! د امن پټۍ (seat belt) دې نه دی تړلی ؟! مال هو، متاسفانه، ول د ترافیکو نظام کې دا کار جرمانه لري، مال، هوکې، زه غلط شوی یم، باید جرمانه شم.
هغه د جرمانې پاڼه تیاروله، په دې ترڅ کې یې راته وویل: ته استاد او روزونکی یې؟ مال هو، ول چې زده کوونکی په امتحان کې دوکه وکړي تاسو یې بښئ؟ مال نه، هیڅکله یې نه بښو، د ترافیکو مدیر راته وویل نو څه ورسره کوئ؟ مال قانون پرې نافذوو، په دې وخت کې یې د جرمانې پاڼه راته ونیوله، راته موسکی شو، ول د کم وخت لپاره به له موټره راښکته شې؟! زړه نازړه ورښکته شوم، چې څنګه ښکته شوم دستې یې په غېږ کې ونیولم! او زما سر یې راښکول کړ، زه دې حالت په حیرت او هېښتیا کې وغورځولم!
ــ راته کړه یې: استاد! زه ستا فلان شاګرد یم، ستا سره مې فلان وخت کې درسونه ویلي دي، تا ته به یاد یي یا نه، یو وخت ما او ستا فلان زوی امتحان کې دوکه وکړه، نو تا زما او خپل زوی دواړو نه د امتحان پاڼې واخیستلې، صفرونه دې راته ولګول او پر ما او خپل زوی دې یو ډول قانون پلی کړ.
د ترافیکو مدیر زیاته کړه له هغې ورځې تر ننه زه په دې باور یم چې قانون د هر چا لپاره دی، هیڅوک دې ورنه مستثنا نه شي، ان که د سړي خپل زوی وي هم. استاده! په هغه ورځ ما احتراماً ستا لپاره وژړل، درته تعجب شوم چې پر ما او خپل زوی دې یو ډول قانون پلی کړ! نو له هغې ورځې وروسته مې ته ایډیال وګرځولې، ان تر دې ځایه خبره راورسیدله چې تا ته مې هم مخالفه درکړه او ومې نه بښلې!
شوونکی زیاتوي: د خپل شاګرد په لیدا، کیسه او د قانون اړوند کیسه مې؛ له سترګو د خوشالۍ اوښکې روانې شوې، چې دا د ترافیکو مدیر زما شاګرد او ما روزلی دی! او هغه ته مې عملاً ورښودلي دي چې قانون باید څنګه پلی شي، هغه هم نږدې و له سترګو یې اوښکې روانې شي خو د عسکري یونیفورم د برم ساتنې په نیت یې ځان ټینګ او اوښکې تم کړې.

استاد زیاتوي: د ترافیکو مدیر د خپل پتلانه شاتني جیب ته لاس کړ، څو پیسې یې راوایستلې، ما ته یې ونیولې او زیاته یې کړه: استاده! په قسم دې بندوم، چې دا زما ډالۍ به منې، ما انکار وکړ خو هغه ټینګار وکړ، ول پر تا مې قانون پلی کړ، خو د جرمانې پیسې به خامخا زه پرېکوم، ځکه ته زما ښوونکی او پلار یې، ته زما لارښود او د سر تاج یې، ما بیا هم د پیسو نه اخیستلو هڅه وکړه، خو هغه ونه منله.
استاد وایي: له هغه ځایه په داسې حالت کې روان شوم، چې زړه مې له عجیبه خوښۍو ډک و! په لاره مې د ویاړ او خوشالۍ اوښکې له سترګو روانې وې، چې نوي نسل کې مې داسې ځوانان روزلي دي چې خپله دنده په ایمانداري سره تر سره کوي، قانون دومره ورته ګران ده چې په هر چا یې پلی کوي او په دې لاره کې خپل و بل نه پېژني. او له دندې او وطن سره خیانت نه کوي. الحمد لله.

https://wp.me/p8XUyy-u8D