2022-01-12 10:40:31
یعقوب ابن عمر ته
د نر خصلت لري اصلي پښتون یی
ته اسلامپال یی غیرتي پښتون یی
ویره له خــدای پرته له چا نه لري
ته یو ځانګړی جهادي پښتون یی
د پلار صــفت په تاکي شته زړګیه
یو اخلاصمن بل متقي پښتون یی
ټول نړیـــوال درته حیرانه پاتې
په هرڅه پوه یی سیاسي پښتون یی
اولــس دي شـاته دی ولاړ ګلابه
پر زړو بادشا یی علامي پښتون یی
د احسان زړه کي دي هم ځای نیولی
ته د الله د دین داعي پښتون یی
احسان الله احسان
83 views07:40