آدرس کانال:
دسته بندی ها:
اخبار
زبان: فارسی
مشترکین:
9.55K
توضیحات از کانال
تبسم راډيو
د حقیقت او واقیعت په لټه
87.5 FM
91.2 FM
Ratings & Reviews
Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.
5 stars
0
4 stars
1
3 stars
0
2 stars
0
1 stars
2
آخرین پیام ها
2021-12-16 12:36:38
د روزګان په ګېزاب ولسوالۍ کي د یوه پخوانۍ ناچاودې توغندۍ د چاودني له امله دوه ماشومان وژل سوي، اته نور ټپیان سوي.
د ترینکوټ روغتون یوه ډاکټر ویلي، چي په ټپیانو کي پنځه ښځي او درې ماشومان شامل دي.
523 views09:36
2021-12-16 07:57:54
د بلوچستان ایالت په ګوادر کې خلکو له تېرې یوې میاشتې راهیسې اعتراضونه پیل کړي او د پرلت خیمې یې درولي.
پرلت کوونکي د پاکستان له حکومت څخه غواړي څو ګوادر کې امنیتي چک پواینټونه لرې کړي، د خلکو له ځورولو لاس واخلي او ددې سیمې خلکو ته خپل لومړني حقوق ورکړي.
1.3K views04:57
2021-12-16 07:53:39
د امریکا مشرانو جرګې د چهارشنبې په ورځ د ۷۷۰ میلیارده ډالرو پوځي بودجه د رایو په اکثریت تصویب کړه او د ولسمشر جوبایډن له خوا د نهايي تصویب لپاره یې سپینې ماڼۍ ته واستوله.
1.3K views04:53
2021-12-16 07:23:31
کابل کي نن یو امریکايي ډالر ۹۵ افغانۍ دی.
1.7K views04:23
2021-12-16 07:21:53
نن کندهار کي یو لېټر پټرول ۸۷ افغانۍ، ډېزل ۷۴ افغانۍ او یو کېلو ګاز ۸۵ افغانۍ دی.
1.4K views04:21
2021-12-16 05:44:56
د پنټاګون ویاند جان کربي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې هر څه له نږدې څاري او په خبره یې ګواښونه نه شي ردولی، خو په سیمه کې امریکايي پوځ پراخ حضور لري.
1.5K views02:44
2021-12-16 05:44:37
ډېلي ټلګراف ورځپاڼې په افغانستان کې پر بشري وضعیت تمرکز کړی دی او لیکلي یې دي د بریتانیا ۱۵ خیریه بنسټونو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د بسپنې د راټولولو یو شریک پروګرام پیل کړی دی.
1.4K views02:44
2021-12-16 05:44:05
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د روسیې، چین، امریکا او پاکستان راتلونکې غونډه به بله یکشنبه په اسلام اباد کې جوړېږي.
1.4K views02:44
2021-12-16 05:37:04
امریکا د افغانستان د ناکامۍ د ارزونې یو ۱۶ کسیز کمیسیون جوړ کړ
دغه کمیسیون ته چې د دواړو ډېموکراټ او جمهوري غوښتونکي دوه لوی ګوندونو له غړو څخه جوړه سوی, ورته وخت ورکړل سوی چې د خپلې لومړۍ غونډې څخه په یو کال کې لومړني راپور او په دریو کلونو کې وروستې راپور وړاندې کړي.
همداراز, دغه کمیسیون به ددې موضوع څيړنه وکړي چې ولې په افغانستان کې د امریکا ماموریت له ماتې سره مخامخ سو.
1.4K views02:37
2021-12-15 20:11:13
کندهار: تازه پرېکړه او تصمیم
نن د کندهار یو شمېر تجارانو او صرافانو کندهار والي سره د افغانیو د ارزښت ساتلو او ترویج اړوند مجلس کړی.
په مجلس کي له تجارانو په ټینګه غوښتل سوي، چي په ډالرو دي رانیول او خرڅول نکوي.
په ښار کي په کالدارو او نورو بهرنیو کرنسیو د استعمال د مخنیوي لپاره هم د څار یو کمیسون ټاکل سوی.
کندهار والي ټینګار کړی، چي ټول رانیول او خرڅول باید په افغانیو سي که چا د سودا پر مهال کالداري او یا نوري پیسې استعمال کړې سخت قانوني چلند به ورسره وسي.
پرېکړه شاید سر له سبا په کندهار کي عملي سي.
831 views17:11