Get Mystery Box with random crypto!

ن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د ازبکستان د م | طالب میدیا Talebmedia

ن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د ازبکستان د ملي امنيت شورا سلاکار او په خارجي سياست کې د ولسمشر خاص استازي ښاغلي عبدالعزیر کاملوف او د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف او مل پلاوي وکتل.
په ناسته کې د افغانستان-ازبکستان په دوه اړخیز اړیکو، اوسني وضعیت، د ټرانزیټ پر تقويې او تجارت خبرې وشوې.
ښاغلي عبدالعزیز کاملوف د افغانستان امنیت د خپل هیواد له امنیت سره تړلی وباله او زیاته یې کړه چې د دوه اړخیز تجارت او ښه ټرانزیټ لپاره باید یو له بل سره نژدې کار وکړو.
خاص استازي ښاغلي عبدالعزیر کاملوف د جولای په وروستیو کې په ازبکستان کې د دوی په کوربتوب د سیمې او نړۍ د هیوادونو او ادارو د لوړ رتبه استازو ترمنځ د جوړېدونکي سیاسي او اقتصادي کنفرانس په هکله له محترم متقي صاحب سره معلومات شریک کړل او د ګډون بلنه یې ورکړه.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ښاغلي کاملوف له راتګ څخه مننه وکړه او د نوې دندې مبارکي یې ورکړه، متقي صاحب وویل، زه د ازبکستان هیواد څخه مننه کوم چې په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې یې د افغانانو سره همکارۍ کړې دي او خوښي یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو تر