Get Mystery Box with random crypto!

نن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شیرمحمد عباس ستانکز | طالب میدیا Talebmedia

نن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي سره په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان وکتل.
په ناسته کې د افغان مهاجرینو، مخدره توکو، معتادینو او دوه اړخیزو همکاریو په باب خبرې وشوې.
ایراني سفیر د امیرالمؤمنین حفظه الله د مخدره موادو د بندېدو د فرمان هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې حکومت یې چمتو دی چې د افغان بزګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
ستانکزي صاحب له ایران سره له مثبتو اړیکو او پرمختګونو خوښي وښوده او د لازیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
ستانکزي صاحب له ایراني سفیر څخه وغوښتل چې د ایران حکومت دې نور هم د افغان مهاجرینو سره رویه نرمه او بشردوستانه تسهیلات ورته برابر کړي تر څو په ایران کې میشت افغان مهاجرین له ستونزو سره مخامخ نشي.
دغه راز ستانکزي صاحب هیله څرګنده کړه چې ایراني لوری افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر لا ګړندی کړي او تلونکو افغانانو ته د تګ قانوني اسانچارې برابرې کړي.