Get Mystery Box with random crypto!

مخالفین هم شته دي د عدالت خلګ مو ډیر دي خاﺉنین هم شته دي په | طالب میدیا Talebmedia

مخالفین هم شته دي

د عدالت خلګ مو ډیر دي خاﺉنین هم شته دي
په دي نظام کي راسره منافقین هم شته دي

راته معلوم دي خو فتوا به یی د مرګ نکوو
زمونږ وه مخي ته داغ داره مجرمین هم شته دي

اسلام فرسته شریعت ته غاړه ږدونکي شته ډیر
مه وایه نشته راسره مخالفین هم شته دي

د یتیم حق د شهید حق د مظلوم حق خوړونکي
دلته همداسي ظالمان په سترګو سپین هم شته دي

هو اوسني شته که څه لږ دي که په ډیره کچه
شکر په دي چي سابقه مجاهدین هم شته دي

احسانه ستوري په اسمان کي په شپه مه لټوه
په سپینه ورځ کي دلته ستوري پر زمین هم شته دي

Ehsanullah Ehsan