د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت پر یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د څه مودې لپاره د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو لپاره د ملګرو ملتونو د وروستي اقدام هرکلی کوي او د دوحې په تړون کې د ژمنې سره سم دغه بندیزونه د تل لپاره لیرې کول خپل حق ګڼي. له بده مرغه د اسلامي امارت په دوو نورو لوړ پوړو غړو باندې نوي سزاګانې وضع شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت پر اسلامي امارت دا ډول فشارونه بې ځایه او د ناکامو هڅو تکرار ګڼي، چې هیڅ نتیجه ورنکړي. اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غږ کوي چې د یو اړخیز قضاوت مخه ونیسي او د افغانانو حقونه تضمین کړي. @Talebmedia | طالب میډیا 432 viewsڅارګر هراتی مبارز, 12:26