2022-08-30 15:57:35
*د هغه تور غره، تورې کاڼې ما ډېر ښه پیژني...*
قاري عبدالستار سعید
د سنبلې اووم مازدیګر دی، کاري ورځ په ختمیدو ده، کابینې پریکړه کړې چې د سنبلې ۹ مه دې له امریکایي اشغاله د هیواد د آزادۍ اخیستو په مناسبت عمومي رخصتي وي. دا ورځ له ځان سره نه تعبیریدونکی هیجان لري. زموږ د شل کلن پرتمین جهاد د قربانیو، حماسو، غمیزو او قهرمانیو هغه ناویلی داستان چې یوازې الله تعالی پرې ښه خبر دی. له همدې هیجان سره له دفتر څخه راوځم. لږ مخکې له څو ملګرو هغه سټیکر ترلاسه کوم، چې د سنبلې د ۹ مې په مناسبت چاپ شوي. سټیکر د موټر په شاتنۍ ښیښه سریښوم او له یو عالم احساساتو سره مخ پر ښار هی کوم.
فکر کوم، چې زما غوندې به په ټول ښار د سنبلې ۹ مې له امریکایي اشغاله د آزادۍ اخیستلو کلیزې سیوری غوړولی وي. خو په ښار کې سړه اوضاع ده. له څو بیلبورډونو پرته د آزادۍ ورځې لمانځلو کومې نښې نه تر سترګو کیږي. په ذهن کې مې یوه ځورونکې پوښتنه راپورته کیږي. له امریکایي فرعوني اشغاله د آزادۍاو خپلواکي ګټونکو قهرمانانو په وړاندې د ښار دومره بې تفاوتي او چوپتیا آخر ولې؟؟ کوښښ کوم له موضوع ذهن په بله کړم، د موټر د ټیپ ریکارډ تکمې ته لاس وراوږدوم، ناڅاپه د سبحاني آغا ترانه رااوړي.
څيرې ګریوان وګرځیدم لکه مجنون درپسې
آزادۍ رانغلې خو وویشتمه ډرون درپسې
ترانه د هغه وخت ده چې د آزادۍ ناوې مو لا نه وه راوړې، او د ولور لپاره یې د هیواد په لر او برکې ګلورینې ځوانۍ قربانېدې او ځاریدې. اوس چې ازادي راغلې، ترانه باید لږ آپډېټ شي. مثلا داسې وویل شي: آزادۍ راغلې، خو زه وویشتمه ډرون درپسې. په هر حال
سبحاني آغا په خپل زړه وړونکي ترنم له آزادۍ سره په خواله بوخت دی چې په دې منځ کې ورته یوه ډیره د کار خبره کوي.
د هغه تور غره، تورې کاڼي ما ډیر ښه پیژني
چې تیراوه مې په کې خپل ستړی ژوندون درپسې
دا بیت لکه د نښې منځ چې وولي، زما په ذهن کې د پوښتنې غوټه یې پرانیسته، زما ګیله بې ځایه او بې مقامه وه، زه به له ښاره څه تمه او ګیله وکړای شم، چې په تیر شل کاله کې یې نه لیدلی او نه اوریدلی یم، چې ما د آزادۍ لپاره کوم قیمت اداء کړی دی. هغه چې ما پیژني، زما شل کلن سرګذشت ورمعلوم او د اسلامي نظام او آزادۍ لپاره زما د قربانیو او حماسو داستان یې د سترګو په وړاندې تیر شوی، هغه خود هیواد غرونه، کمرونه،دښتې او ګړنګونه دي.
که د دې حماسې له عمقه ځان خبروئ، که د دې ورځې په اصلي فلسفه ځان پوهوئ او که د دې ورځې د ګټونکو اتلانو د قهرمانۍ واقعي جاج اخلئ، نو راشئ د هیواد د مغرورو غرونو، تاوجنو دښتو، درنو ډبرو او شډلو پرښو شاهدي واورئ، چې درته کتاب کتاب خبرې او خاطرې لري.
هغه غرونه چې هر کاڼی یې د یوه مجاهدد ستړې ساه او سوزنده تیګا آه او سوز په یاد لري. هغه ناوونه او پیچومي چې خاورې یې د ډرون ویشتلو او بمبار ځپلو غازیانوپه وینو اغږل شوي دي. هغه پرښې چې پر سینو یې نه ماتیدونکي ډبرین سنګرونه او د بمبار داغونه څنګ پر څنګ پراته دي. هغه ګړنګونه چې د ټوپک او الوتکو ډغرې یې د سر په سترګو لیدلې، د بمبارونو په درزا کې د تکبیر سوزنده نعرې، د کوم شهید وروستۍ سلګۍ، د کوم ټپي د نګوښېدا او تیندک خوړلو بوږنوونکي صحنه، د کوم مجاهد د هسکې غاړې، راست قامت، خونبارو سترګو،ګردجنو څڼو او پتری شونډو تصویر او د کوم صلیبي تاړاکګر د مرګ وروستی ترپکې یې لا هم په یاد دي.
راشئ د هیواد له سوزنده دښتو، ځنګلزارو درو او خټینو کلیو یې واورو، چې د شل کلن جهاد له هرې شیبې ناپایه خاطرې لري. هغه چې د نړۍ د وروستي ماډل پرمختللیو ټانګونو په وړاندې د تش لاسو مجاهدینو د هسکه غاړه دریدو ننداره یې کړې. له موټرسایکلو د زغروالو ټانګو د تیښتې صحنې یې ثبت کړې، د دښمن د صفونو څيرونکو فدایانو کیسې یې اوریدلي، د ژیړو بوشکو په انفجار کې د پورته شویو ټانګونو او لولپه صلیبیانو پر ټوټو بلې لمبې یې لیدلې. او د دې قهرمان، فقیر او مؤمن ولس د هر ویاړ او حماسې، هرې قربانۍ او غمیزې،هر تعرض او کمین، هر شهادت او رشادت، هرې کونډې او یتیم، هر بمبار او چاپې، هرې ناوسۍ او بې کسۍ داستانونه یې لا هم پر زړه بار پراته دي.
د سنبلې د ۹ مې مبارکي د ښار له بیلبورډونو علاوه باید د هلمند او کندهار په دښتو حک شي، چې نړیوال یې له فضاء او خلا څخه هم وویني، د سپین غر او هندوکش په دنګو غاړو باید ولیکل شي، تر څو شرق او غرب پوه شي، چې دلته کومه ماجرا تېره شوې. د آزادۍ ورځ له ښارونو علاوه باید د نورستان او پکتیا په غرونو کې هم ولمانځل شي، ګوندې د کوم غره په تیاره ناو کې د څيړیو او نښترو تر منځ، د تورو ګړنګونو په سیوري کې، د کوم ډبرین قبر او رژیدلی بیرغ تر سایه لاندې، د کوم ګمنام غازي روح پرې خوشاله شي.
416 views«••▬ اسحاقزی صاحب ▬••», 12:57