2022-05-19 22:29:13
*د ملکي ادارو د رئیسانو لپاره د پولیو په تړاو د عامه پوهاوې غونډه ترسره سوه*
زرنج، د شوال ۱۹مه/ د غویی۲۹ مه
د نيمروز ولايت د عامي روغتيا رياست له لوري د ملکي ادارو رئیسانو لپاره د پوليو په اړه د عامه پوهاوي غونډه تر سره سوه.
په پیل کې د عامې روغتیا د کتلوي معافیت آمر حافظ مطیع الله "منیب" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویې ویل، پولیو په نړۍ کې یو له خطرناکو ناروغیو څخه ګڼل کیږي او د مخنیوي لپاره یې باید په ګډه هڅې وسي.
ښاغلي منيب د دولتي ادارو له رئيسانو څخه په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه، *راتلونکې اونۍ کې به په مرکز او ولسوالیو کې د پولیو د واکسین بهیر پیل سي او ۱۱۰ زره ماشومان به واکسین سي*.
د امر با المعروف او نهی عن المنکر رئیس مولوي عبدالغفار "فاروق" د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د خوښۍ څرګندولو ترڅنگ زیاته کړه، د اسلام په سپېڅلي دین کې د خیر په شمول د ټولنې سره مرسته او په وړاندې یې مسؤولیت ادا کول د مسلمانانو لپاره نیک عمل ګڼل کېږي.
ښاغلي فاروق د همکارۍ د ژمنې ترڅنگ زیاته کړه، چې *کار او مسؤولیت هغه مهال ښه پرمخ ځي چې پکې اخلاص او صداقت وي.*
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د علماوو، وکيلانو، استادانو او د ښوونځيو مدیرانو ته هم د پوهاوي غونډې جوړې سوې وې.
*#دفتر_رسانه_های_ریاست_اطلاعات_و_فرهنگ_نیمروز*
112 views ابابیل الغزنوي , 19:29