Get Mystery Box with random crypto!

زویه کوم څه دې پکار دی ؟ هغه ورخطا شو په لړزیدلي غږ یې وویل نه | لیونیان

زویه کوم څه دې پکار دی ؟ هغه ورخطا شو په لړزیدلي غږ یې وویل نه ، نه هیڅ مې ندي پکار ، کمال کاکا وپوښتل خورې بله نیشته او پلار یې نښکاري چیرته دي ، د آرش ایله لاړې تیرې شوې ځان سره مسک شو ویې ویل ایله مې د پلار د خولې سمه خبر واوریده ، بابو وویل : هووو پلار یې غرمې پټې ته تلی ؤ بله نیشتې اوس پسې چای وروړو ، آرش ژر ورغبرګه کړه ، پلاره درځه پاتی چای به کاکا سره نوشجان کړو ، هم به پټو خواته ورچکر شو ، پلار یې یابسم الله کړه پاڅیدل ، له کوره ووتل پلار یې ورغبرګه کړه ، دلته موبایل کار کوي هڅې کوټه کې موبایل نیغ نیغ کوې ، چاته که زنګ منګ وهې همدا یې وخت دی ، آرش وخندل بیا یې وویل : دا شیبې ډیرې ارزښتناکې دي کلی کور به وګورم زنګونه خو هر وخت وهلی شم ، پلار یې په خندانه لهجه وویل ما درته ویل کنه چې کلی داسې ځای دی یو څه ناڅه به دې خامخا خوښیږي لکه زړه دې ولګېدو ، د پولې هغې غاړې ته یې په بله نیشتې سترګې وغړېدې ، آرش سمدلاسه په #چیش #چیش وهلو نعرې شروع کړې پلار یې شاته وکتل په غوسه یې وویل دا د کابل کوڅې ندي ولې راته کار ګورئ ؟ آرش بې له ځنډه ځواب ورکړو هغه بله نیشته دی ، کمال کاکا ورنعرې کړي هغې وویل : چای مې وروړو زه ځم چې شپې لپاره کتغ غم وخورم ، آرش دوه کې حیران پاتې شو چې ما خو خپله پلار ته ویل راځه کاکا سره چای وڅښو اوس که ووایم کور ته ځو هسې نه شک راباندې وکړي ، ژر یې خپله خیټه ونیوله پلار ته یې وویل خيټه مې درد کوي ، پلار یې وویل هلته د پولې هغې غاړې ته ورشه کینه ، دهٔ په حیرانتیا وویل څه ؟ هلته ؟ نه زه کور ته ځم ، پلار یې وویل ها سمه دی هسې نه لار غلطه کړې بله نیشته هسې هم کور خواته ځي ته هم ورسره لاړ شه ، د ډیرې خوشالۍ نه یې چېغه ووهله پلار یې وویل څه کیسه دی ؟ آرش په ورخطایۍ ووې : کولمې مې ډیرې سختې سوځي ، لار یې سره جلا کړي ، بله نیشته مخکې او دی ورپسې دی ، له لګ ځنډ روسته یې صبر ونشو ورته یې وویل : لږه په قراره ځه ولې ورخطا یې ؟ بله نیشتې وویل : ستا لپاره تیزه تیره ځم ، په تا درد دی چې ژر ورسیږو سپرکۍ او بادیانو سره به ټک پطری شې
آرش وویل : اوس ښه شوم لږه ورو ځه اول ځل مې دی کلي ته راغلی یم پریده د دې هر څه نه خوند واخلم ، دواړه همداسې ورو ورو تر کوره لاړل ، له ډوډۍ ورسته یې کمال کاکا څخه وپوښتل : کاکا په بام ویده کیږئ که دلته لاندې ؟ هغه وویل که میاشې تنګول نه کوي بام به لږ یخ وي ، بیا یې آرش څخه وپوښتل : هغه وویل تاسو ټول چیرته ویده کیږئ ؟ بله نیشتې وویل مور مې اکثره په سوپې ویده کیږي پلار مې ډیر وخت په بام ویده کیږي خو زه له دواړو ځایونو ډاریږم ، زه بیا دهلیز کې ویده کیږم، آرش ویل زه هم چندان په ځان ډاډه نه یم هسې نه وډار شم همدلته لاندې به ویده شم ، ټولو وخندل بابو وویل : کوټه به ډیره ګرمه وي دهلیز یخ دی هلته ورته ځای برابر کړه ، ټول خپل خپل ځایونو ته لاړل ، آرش سترګې تاوولې راتاوولې چې کېدای شي بله نیشته هم دهلیز کې ویده شي خو هغه نن شپه اول ځل ؤ کوټه کې ویده شوه ، دی ناهیلی څملاسته خو د میاشو د لاسه یې تر سهاره سترګه پټه نکړه ، همدا چې د هغه سترګې راپټیدلې بله نیشتې ورته وویل پاڅه چی تیار دی ، آرش وویل څه چی ؟ لاخو ۷ بجې دي دونه وخته ، بله نیشتې وویل خبرې ډیر مکوه ستا د لاسه مې ټوله شپه خوب ندی کړه کوټه دونه ګرمه ګرمه ځکه خو نن راباندې ناوخته شوی کنه هر سهار ۶ بجې مونږ چای څښلی وي ، له سهارني روسته پلار او زوی د باندې ولاړل تر څو پوله پټی سره وپیژني غرمې ته کلیوالو ځان سره کش کړل ماښام ناوخته بیرته بابو دوی کره راغلل ، ښه شیبه یې سترګې په بله نیشتې ونه لګېدې بیا یې وپوښتل بابو لور دی نښکاري ؟ بابو وویل هغه د تنور په سر د لوګیو شاته پټه دی تاسو ته ګرمه ډوډۍ پخوې ، آرش وویل ها زه هم ورځم ستاسو د تناره ګرمې ډوډۍ ذایقه خو وګورم کټ کټ ټولو سره وخندل او دی له کوټې راووت ، د بله نیشتې خواته وروان شو بیا یې وویل راځه یو انځور خو یې واخله ، موبایل یې ورته مخامخ ونیوه انځور اخستلو سره یې موبایل کړچ غږ وویستو بله نیشتې سر ورپورته کړو دی ورخطا شو هغې وویل : دا د څه شي غږ ؤ ؟ آرش موبایل ښکته پورته کولو غږ یې له خولې نه راوتو نه پوهېدو څه ووایي ، ژر یې موبایل جیب ته کړو د تازه راوتلې ډوډۍ یو څنډه یې راپرې کړه ژر ژر یې لکه وږی ماشوم په دواړو لاسونو وخوړه ، بله نیشتې سر خلاص شو چې د هغې عکس یې واخیستو ، ځان یې راټول کړو پلو یې راسره سم کړو بیا یې وراته وویل : زمونږ د دواړو عزت یو دی خو دلته د دې خبرو څخه دښمنې جوړيږي که نه غواړي څوک درباندې خبر کړم عکس مې ډیلیټ کړه ، هغه نه پوهېدو څه ووایې ، څه وکړي، ژر یې جیب ته لاس کړو موبایل یې د تناره په غاړه کیښودو بیا یې وویل : عزت مو یو دی ځکه تر اوسه غلی وم کنه په هغه اول ځل لیدلو مې خوښه شوی وي ، ته چې نه وي کور کې مې زړه تنګیږی که کلي کې نه وې ټولو کلي کې مې زړه تنګیږي ، که زما په