Get Mystery Box with random crypto!

خبرو دې باور نه راځي موبایل ته ډیکه ورکړه تنور ته یې خطا کړه ، | لیونیان

خبرو دې باور نه راځي موبایل ته ډیکه ورکړه تنور ته یې خطا کړه ، هغې موبایل ورکړو ورته یې وویل صفحه یې خلاصه کړه بیرته یې ځینې واخیستو خپل عکس یې ډیلیټ کړو بیا یې وویل : که غواړې دې کور کې دې عزت وشي نو خپله باعزته وسه ، داسې څه مه ګوره او مه یې وایه چې عزت دې ورسره خراب شي ، هغه وویل : غواړم واده درسره وکړم ، بله نیشتې ځواب ورکړو ځې که چیغې ووهم ؟ هغه بیا وویل سمه دی تلی خو نشم ځکه اوس راغلم بابو او پلار به څه وایې چې دا هلک ولې ځي راځي ، هغې وویل داسې چې دی بیا نو غلی کینه ، آرش ورغبرګه کړه ستا نوم څه عجیبه ندی بله نیشته ؟ یعنې څه ؟ هغې له ځنډ روسته وویل : مونږ ۸ خویندې یوو تر ټولو کشره یې زه یم ، زه چې پیدا شوم د کلي زړو ښځو مې مور ته ویلي وو بله نیشته نوم ورباندې کیږدی بل ځل به خدای زوی درکړي، آرش په حیرانتیا وویل هاااا خو دا څه مانا ؟ هغې وویل همدا چې دې پسې بله جینۍ نشته ، اوښکې یې په ڼستونې پاکې کړې او د ښایست شغلې یې تنور ته ورښکته کړې ګرمه ډوډۍ یې راوویسته ، هغه یو ځل بیا وویل د زړه نه غواړم واده درسره وکړم ، بله نیشتې په زوره نارې کړې #بابوووو
، آرش ژر د تناره له سره ټوپ کړو د انګړ دروازې طرف یې چبک چبک ګامونه وخیستل ، هغې بیا نارې کړې بابو بخار شپیلک نیولی درسره یې ښکته کړه ، دې خبرې سره آرش ودریدو رنګ یې زیړاوښتی ؤ بله نیشته له ډیرې خندا سره شنه کېده ، دی یې څنګ ته راغئ بیرته کیناستو ژوره ساه یې واخیسته بیا یې وویل هسې زه د چا یریږم نه په دې ټول کابل پوهېږي ، هغې وویل هو کابل پوهېدو اوس زه هم خبره شوم بیا یې وخندل ، آرش دا ځل جدی وویل غواړم واده درسره وکړم ، که ستا رضایت وي او زړه دی وي ، هغې وویل لطفا دې باره کې ماسره نه بابو سره خبرې وکړه ، هلک بیخي بې اندازې خوشاله شو ځکه همدا خبره د بله نیشتې رضایت په مانا وه ، پلار یې خوب لپاره بام ته ختلو آرش ته یې وویل : سهار وختې پاڅېګه بیرته کابل ته ځو ، آرش وویل اوس چې راغلي یو یو څه وخت لپاره به پاتې شو، پلار یې وویل :ستا هم درسونه پاتې دي زما هم کاروبار دی باید لاړ شو،آرش ځان سره سوچ وکړو چې سهار به موټر کې پلار ته د بله نیشتې په اړه هر څه ووایي ، سهار وختي آرش لمبل پلار یې موټر کې ورته په تمه ؤ موبایل ته یې زنګ راغئ دهٔ له تشناب څخه ورنارې کړې بله نیشتې ځواب ورکړه پلاره به مې وي وایې به ژر کوه ورته ووایه دا دې لګ پاتې راځم ، بله نیشتې موبایل ته ځواب ورکړو ، هغې وویل کاکا دا دې درغئ لږ صبر ، خو د کاکا په ځای یوې جینۍ غږ ولړزوله هغې ویل : شما کی هستید آرش کجاست ؟ موبایل یې بند کړو آرش له حمام راووتو ژر ژر یې وښتان یو خوا واړول ویې وویل : ورته دې وویل دروځئ ؟ بله نیشتي په ژړغونې غږ وویل کاکا نه ؤ کومه چنګړۍ وه په فارسۍ غږیده نه پوهیدم څه یې ویل خو ستا نوم یې واخیستو همدې سره د دروازې په لور روانه شوه ، آرش موبایل ته وکتل ګوري چې ګلثوم زنګ وهلی ؤ ، ژر یې بله نیشته له لاسه ونیوه ورته یې وویل صبر هر څه درته وایم خو هغې مخ ته په څپړې ووهلو ورته یې وویل زه خو څه کابلۍ ډمه نه یم .....
کابل ته په رسیدو سره یې سم انټرنټ کار شروع کړو ، سم دلاسه یې واټس آپ ته د ګلثوم مسجونه یو بل پسې راتلل ، هغې لیکلي ؤ :
#فارسۍ_څخه_ژباړه
د درواغو تسلي نوره نشم درکولی ، زه مې ټولګې کې یو ټولګېوال سره مینه لرم ، هیله لرم ما سره دې وخت ښه تیر شوی وي او ځان ته یوه بله ښایسته ملګرې ولټوې ، زما د لټولو هڅه ونکړې ، شمیره مې هم بدلوم او هو هیره دې نه وي له پخواني کور څخه مو کډه کړې هسې هلته په راتلو ځان سرګردانه نکړې




ـــــــــــــــــــــــــــــــ

…...…,•’``’•,•’``’•,
…...…’•,’ ’  ,•’
...…….. ’•, ,•’,•’``’•,•’``’•,
,•’``’•,•’``’•,....’•,’   ,•’
’•,’ ’ ,•’….... ’•, ,•’
   ’•, ,•’

#دلیونیانو_څانګه
   ☆☆☆ Ꮮᵉʷᵃⁿ🅘ᵃⁿܠܝ࡙ߺ‌᠀ࡅ߭ܝ࡙ߺߊ‌ࡍ߭
┇ ┇ ┇ ♡@lewanian
┇ ┇ ♡@lewanian
┇ ♡@lewanian
♡@lewanian