2022-01-17 14:16:26
* د انسان څخه د روح وتلو پړاونه؛ *
*دا هغه شېبه چې کله د ځــنکدن په وخت کې د انسان له بدن څخه روح وځي، نو لومړی د روح «ساه» وتل له پښو پیل شي، ددې لپاره چې په خپل فکر کې د تېښتې هیڅ هڅه ونکړي، کرار کرار روح له بدن څخه وځي، تر دې چې وروستی ځل یې سترګې پټي شي. نبي کریم "ص" فرمایلي چې تاسو د "رکوع" په حالت کې د خپلو پښو نوکانو ته ګورئ، ځکه د روح وتل لومړی د پښوله (نوکانو) څخه پیلیږي.*
*#د_مسلمان_څخه_روح_وتل؛ [سُوۡرَةُ النّحل : 32]*
*الَّذِينَ تَتَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓئِكَةُ طَيِّبِينَ ۙ يَقُولُونَ سَلٰمٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ*
*ژباړه: هُغو له خدايه وېرېدونكو (مسلمانانو) ته چي كله پرښتې د سپېڅلتيا په حالت کي د هغو ساه ګاني اخلي نو وايي: "سلام دي وي پر تاسي، د خپلو عملونو په بدل کښي ځئ، جنت ته لاړ شئ."*
*#له_کافر_څخه_روح_وتل؛ [سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 50]*
*وَلَوْ تَرٰىٓ إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُوا ۙ الْمَلٰٓئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبٰرَهُمْ وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ*
*ژباړه: كاشكې تا هغه حالت ليدلى شواى چي كله پرښتو د وژل شويو كافرانو ساه ګانې اخيستلې، د هغوى پر مخونو او څټونو یې ګوزارونه كول او ويل یې: "دا دى اوس د سوځېدو سزا وګالئ.*
189 viewsمینه کوچی Mena Koch, 11:16