2022-01-13 17:48:11
╭═✦ ↓ ꙮ ↓ ✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦ ↑ ꙮ ↑ ✦═╯
د یوه ماشوم د لوږي واقعه
هغه وخت چي د مدینې منورې ښار په حرکت سو او کوڅې يې د هغو تاجرانو څخه ډکي سوې، چي د لمانځه لپاره تم سوه او ټوله منطقه په آوازونو ډکه سوه، نو عمر – رضي الله عنه- و عبد الرحمن بن عوف – رضي الله عنه- ته وویل:
څه به وسي چي نن شپه چوکیداري وکړو او په شپه کي د غلا مخه ونیسو؟
هغه هم ورسره خوښه کړه او شپه يې په چوکیداري تېرول. دوی په فرضي لمانځه مشغول وه چي عمر – رضي الله عنه- د یوه کوچني ږغ واورېدئ چي ژړل يې، نو د آواز و خوا ته روان سو او ورغلئ د کوچني مور ته يې وویل: کوښښ وکړه چي کوچنی آرام کړې، مه يې ژړوه! د الله تعالی څخه وبېرېږه او دکوچني سره ښه رویه کوه.
بیا خپل ځای ته راغلئ، وروسته بیا د کوچني د ژړا آواز پورته سو، نو بیا د هغه مور ته راغلئ او هغه ډول يې ورته وویل. وروسته بیا خپل ځای ته راغلئ. کله چي د شپې آخره سوه د کوچني ژړا يې بیا واورېدل، نو د هغه مور ته ورغلئ په نفس تنګۍ او زجري ډول يې ورته وویل:
تا ته شرم پکار دئ، زما په اند ته یوه ډېره بده مور یې، څه په پېښه ده چي زه ستا زوی ټوله شپه په ژړا وینم او قرار يې نه سته؟
مور يې په غمجن آواز سره وویل:
تا موږ نن شپه ډېر په تکلیف کړو، زه کوښښ کوم چي کوچنی د شیدو څخه پرې کړم، مګر دی يې غواړي.
عمر – رضي الله عنه- په حیرانتیا سره ورته وویل: ولي؟
د کوچني مور په خوار انداز سره وویل:
ځکه عمر – رضي الله عنه- د بیت المال څخه یوازي هغو کوچنیانو ته د خوراکي توکو اندازه ټاکلې ده چي هغوی شیدې نه خوري.
عمر – رضي الله عنه- د بېري څخه ولړزېدئ او د پښېمانۍ په آواز يې وویل:
کوچنی د څو عمر دئ؟
هغې ورته وویل:
د دومره میاشتو ... او په عمر کي يې څه زیاتوب وکړئ.
عمر – رضي الله عنه- ورته وویل:
شرم وکړه، تلوار مه کوه.
وروسته ولاړئ او د سهار لمونځ يې په داسي حالت کي ادا کړ چي خلکو يې د ډېري ژړا له کبله قرآئت په صحیح ډول نه سوای اورېدلای. کله چي يې سلام وګرځوئ، نو و یې ویل:
اې د عمر بخالته او چوسۍ!
د څومره مسلمانانو اولادونه به دي وژلي وي او بیا يې د هر نوي زېږېدلي ماشوم لپاره د بیت المال څخه د هغه د خوراکي توکو اندازه مقرره کړه او د مدینې منورې په ټولو اطرافو کي يې دا امر صادر او لازمي وګرځوي.
ژباړه: قاري بشیر احمد «رسولي»
۲۵ / جمادی الأولی / ۱۴۴۳ هـ ق
ـ
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده
91 viewsMaiwand, 14:48