Get Mystery Box with random crypto!

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ https://cha | عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/BbyZVcdfXP097mnKEjaRik
ـ

*رب دي څوک دی؟*

*لیکنه: ابرار بهیر*

که په ریښتنې توګه مسلمان او مومین بنده دنیا ته په راتګ د خپل پیدایښت په مفهوم پر مکمل ډول پوه شي، چي د څه لپاره پیدا شوی، چا پیدا کړی او ولي یې پیدا کړی. خپل حقیقي مالک او پالونکی په حقیقي ډول وپېژني نو هیڅ وخت به نه په دنیا او نه به اخیرت کي له ماتي او سختي سره مخ شي.
سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 51
(إِنَّ اللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۗ هٰذَا صِرٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ)

الله هم زما رب دى او هم ستاسي؛ له دې امله تاسي د هماغه بندګي غوره کړئ، همدا سمه سيخه لار ده.
دا چي په دنیا کي دی (مومین بنده) په دې اقرار وکړي چي، رب ﷻ مي هغه ذات دی چي، الله ﷻ د هغې هستۍ اصلي او فطري نوم دی چي، د هر څه او ټولو کاﺉناتو پیداکوونکی دی. اللهﷻ یو او شریک نه لري، الله ﷻ د ټولو موجوداتو پالونکی دی. اللهﷻ مطلق حاکم دی، یوازي اللهﷻ د عبادت لایق دی او بس.
اللهﷻ د عدم یعني هیڅ څخه هر څه او هر شی خلق کوي. هغه په ظاهر او باطن خبر رب دی، هیڅ چا ته احتیاج نه دی، د اللهﷻ ټول صفتونه ازلي او ابدي دي، نه ورته کوم صفت نوی ایجادیدای شي او نه ورڅخه کوم صفت سلب کیدای شي. عزت او ذلت ورکونکی ذات یوازي اللهﷻ دی، الله ﷻ هغه ذات دی چي د ځمکي څخه په زرګونو مترونو لوړې فاصلې غره پر سر خپل هر ژوندي موجود او نبات ته اوبه رسوي.
الله ﷻ هغه لوی ذات دی چي شپه په ورځ او ورځ په شپه بدلوي، نه له اللهﷻ څخه څوک پیدا شوي او نه دی له چا څخه پیدا دی، هیڅ ساری نه لري. خوب مرګ او بې هوشي پرې غلبه نه شي کولای.
سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 27
(تُولِجُ الَّيْلَ فِى النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِى الَّيْلِ ۖ وَتُخْرِجُ الْحَىَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَىِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَن تَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ)
شپه په ورځ کښي او ورځ په شپه کښي ننباسې او ( يوه له بلي څخه راووځي) له بې ساه څخه ساكښ او له ساكښ څخه بې ساه را باسې او چا ته چي دي خوښه شي بې حسابه روزي وركوې.”
اللهﷻ هغه ذات دی چي له مړو څخه ژوندي او له ژوندیو څخه مړه راباسي، وخت یې په داسي موسمونو ویشلی، چي هر موسم یې جلا جلا هوا او کیف لري، پسرلي کي یې مړه نباتات بیا ژوند مومي، وچه بې میوې، بې پاڼو او بې رنګه وني ته په شنو پاڼو سره شین رنګ ورکوي، وروسته یي پر غوټیو پوشي او ورته د میوې کولو بناء کوي، میوه په لومړي سر کي بې زړي او په یوه رنګ کي وي. وروسته ورته جلا، جلا مغزونه او رنګونه ورکوي.
اللهﷻ هغه ذات دی چي میوو ته سور، شین، ژیړ، ګلابي، خورمایې او …. رنګونه ورکوي. چاته خوږ، چاته تریخ او چاته تریو خوند ورکوي.
الله ﷻ هغه ذات دی چي بیا همدغه نباتات بیرته بې پاڼو او میوو د یو څه وخت لپاره ساتي.
نو که چیرته ته مومین او مسلمان بنده په پوره تصدیق او د ژبې په اقرار سره په پورته شیانو عمل کړی وو او سمه لار غوره کړې وه، نو د قبر د لومړي سوال په جواب کي به کامیابیږي.
په خوښه د الله ﷻ.
مَنْ رَبُکَ؟
رب دي څوک دی؟
إِنَّ اللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ.
په حقیقت سره اللهﷻ زما او ستاسي رب دی.

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉