Get Mystery Box with random crypto!

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ https://cha | عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/BbyZVcdfXP097mnKEjaRik
ـ

ډاکټر صاحبانو ته!!!*
*هغه مقدسه دنده چي نن سوداګريزه سوېده:*
ـــــــــــ
پدې باندي ټوله پوهيږو چي د انسان ژغورل څومره ستر خدمت دی! او څومره الله پاک ته خوښ دی! آن تردې چي الله پاک د يوه انسان ژغورنه د ټولو انسانانو د ژغورلو معادل ګرځولېده او فرمايي: وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا.يعني څوک چي يو نفس ژوندی کړي داسي مثال لري لکه ده چي ټوله خلګ ژوندي کړيوي.
مفسرينو ليکلي دي: دلته د نفس ژوندي کول عام دی که په عفوه سره د وژلوڅخه وساتل سي، که په اوبو کي د غرقېدلو څخه وساتل سي، که په اورباندي د سوځيدلو څخه وساتل سي او که د نورو اسبابو څخه د هلاکت وساتل سي د ټولو لپاره همدغه حکم دی چي د يوه انسان ژغورل معادل دي د ټولو انسانانو د ژغورلو سره او هدف ددې مقايسې څخه د انساني ژوند د اهميت ښکاره کول دي چي هر څوک يې بايد په اړه خپل کوښښ وکړي.
چي د انسانانو په ژغورونکو کي ډاکټران هم داخل دي ځکه دوی هم د درملني له لاري د ناروغانو ژوند ژغوري او د الله پاک په مرسته د انسانانو وژونکي ناروغۍ معالجه کوي خوله بده مرغه چي اوس د ډاکټرۍ او طبابت څخه هم د تجارت يوه لاره جوړه سوېده، ددې پر ځای چي دغه مقدسه دنده دي د إنسانانو د ژغورني لپاره وکارول سي د پيسو د پيدا کولو او ډېرولو لپاره کاريږي.
ډيری کسان چي د دوولسم څخه د فراغت وروسته د طب پوهنځی انتخابوي د لومړي سره څخه يې باعث دا وي چي ددې لاري څخه ډېري پيسې لاسته راځي، نو ځکه يې موږ وينو چي کله د طب پوهنځي څخه فارغ سي او د ډاکټر په صفت خپل دنده پيل کړي ډېره توجه يې د پيسو پيدا کولو ته وي نو ځکه ډېری ډاکټران د لاندي خطاګانو مرتکب کيږي:
۱ – ده په يوه برخه کي زدکړي کړيوي خو د خلګو د خطاايستلو لپاره پر خپله نسخه او تابلو باندي ځان د ډېرو ناروغيو معالج او يا متخصص معرفي کوي.
۲ – د خلګو څخه تر ضرورت اضافه فيس اخلي.
۳ – بېله دې چي معايناتو ته اړتيا وي ناروغان معايناتو ته استوي چي ځيني ډاکټران د لابراتوار سره شريکان هم دي.
۴ – بېله دې چي د ناروغ د ناروغۍ تشخيص وسي ناروغ ته د مياشتو مياشتو درمل ورکوي.
۵ – د درملو د شرکتونو سره د فيصدۍ په حساب تړون کوي او کوښښ کوي چي ډېره دوا وباسي تر څو فيصدي ډېره ترلاسه کړي او ډېري پيسې وګټي.
۶ – ناروغ ته سمه مشوره نه ورکوي بلکي ناروغ د ځان ګيراک او مشتري جوړوي چي تل ورته مراجعه وکړي فيس ځيني واخلي او خپله دوا ورباندي وپلوري.
۷ – بې کيفيته دواګاني ناروغانو ته ورکوي ددې پر ځای چي ناروغ ته ګټه وکړي ناروغ ته تاوان کوي او د درملو معتاد يې جوړوي.
۸ – نسخه داسي ليکي چي تنها هغه دده درملتون والا يې ويلای سي نور درملتونونه يې نسي ويلای دا ځکه چي ناروغ مجبور سي تر څو دده د درملتون څخه دوا رانيسي.
۹ – هغه ناروغان چي جراحۍ ته اړتيا نلري دوی يې جراحي کوي.
۱۰ – پدې خاطر چي دده ټول ذهنيت د پيسو راټولو ته متوجه وي نو د مراجعينو حالت په نظر کي نه نيسي او تر چسپېدو پوري کوښښ کوي پيسې ځيني واخلي.
۱۱ – ددې پرځای چي يو ناروغ ښه معاينه کړي کوښښ کوي چي ډېر ناروغان معاينه کړي تر څو ډېر فيس يې لاسته ورسي.
يادونه: دا خبري په ډېرو ډاکټرانو کي سته خو البته موږ داسي ډاکټران هم لرو چي ريښتيني مسلمانان دي او خپلو مسلمانانو ته خدمت کوي ولي ډېر لږ او د ګوتو په شمېر.
الله پاک دي زموږ ټوله ډاکټران د ولس لپاره مصدر د خدمت وګرځوي.


ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉