عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ https://chat.whatsapp.com/GH9p7F3eTuMHBbvkSpSRN7 ـ د جهنم ( دوزخ ) په اړه معلومات ! * خدای ﷻ دي ټول مسلمانان ترې په امان لري . ۱ - د دوزخ د اور توروالی د توری شپی په شان دی . الترغیب والترهیب ! ۲ - د دوزخ د دیوالونو پلنوالي د ( ۴۰ ) کلونو د تللو مزل په اندازه دی . ترمذی . ۳ - دوزخ ( ۷ ) دروازي لري . سورة الحجر . ۴ - د دوزخ د اور حرارت او ګرموالی ( ۷۰ ) درجي د دنیا له اور څخه زیات دی . مشکوة شریف . ۵ - د دوزخ د سوځلو مواد انسانان او تیږی دي . سورة البقره . ۶ - دوزخ ( ۷ ) طبقی دی . سورة الحجر . ۷ - د دوزخ څوکیداران ( ۱۹ ) ملائیکی دی . سورة المدثر . ۸ - د دوزخ لړمان د دنیا د اوښانو په اندازه غټ دی . سنن احمد . ۹ - د دوزخ دمار اوږدوالی د ( ۴۰ ) شپو او ورځو د مزل په اندازه دی . سنن احمد . ۱۰ - د دوزخ نهرونه د ( نهر الغوطه ،طینة الخبال ) په نامه یادیږی . مشکوة شریف . ۱۱- د دوزخ غر د ( صعود ) په نامه دی . ترمذي . ۱۲- د دوزخ جامی دقطران په نامه دي . سورة ابراهیم . ۱۳ - د دوزخ اوبه د ( ماء صدید ، مهل او حمیم ) په نامه يادیږی . سورة محمد او کهف . ۱۴ - د دوزخ خوراک د زقوم او غیلین په نامه دی . سورة دُخان . ۱۵ - د دوزخ آواز د ( هل من مزید ) په نامه ده . یعنی ... آیاشته نور ګناهګاران چه راویی غورځوۍ ؟ سورة ق . ۱۶ - د دوزخ کنده د ( ویل ) یعنی هلاکت په نامه ده . ترمذی . ۱۷ - د دوزخ محبس د ( بولس ) په نامه ده . ترمذی . ۱۸ - د دوزخ څوکیداران د مالک او خازن په نامه دی . سورة مومن . ۱۹ - د دوزخ ناو د ( هب هب په نامه ده ) . طبرانی او حاکم . ۲۰ - د دوزخ ساه دوه ځلی ده یعنی یو ځلی په سخته یخنئ موسم کی او بل ځلی په سخته ګرمئ موسم کی . متفق علیه . ۲۱ - په دوزخ کی مرګ نه راځی او عذاب به ورته هم نه کمیږی . سورة فاطر . ۲۲ - د دوزخ د عذاب اندازه دومره لویه ده چی دوزخی به دوزخ ته د ننوتلو سره ددنیا تول لذتونه هیرکړی . مشکوة شریف . ۲۳ - د دوزخ د ګورز ( ولهم مقامع من حدید ) وزن دومره ډیر دی چی د دنیا ټول انسانان او پیریان به هغه پورته نشی کړی . مسند احمد . ۲۴ - د دوزخ د ځنځیر اوږدوالی د ( ۴۰ ) کلنو د مزل په اندازه دی . ترمذی . ۲۵ - دوزخ ته د تلونکو کسانو شمیر په هرو ( ۱۰۰۰ ) تنو کی ( ۹۹۹ ) تنه دی او پاتی یو کس به جنت ته ځی . متق علیه . ۲۶ - د دوزخی يو غاښ به د احد د غره په څیر غټ وی . مشکوة شریف . ۲۷ - د دوزخی چیغی او نعری به د زحیر او شهیق ( دخر د اول او آخیر آواز ) په ځیر وی . سورة هود . ۲۸ - د دوزخی اوښکی به د هغی په مخ ویالی جوړی کړی . ـ ⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸ ⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸ ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉ 210 viewsعبدالمنان حقانـې, 17:52