Get Mystery Box with random crypto!

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ https://cha | عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GH9p7F3eTuMHBbvkSpSRN7
ـ


ځیني غلط فکرونه:
ــــــــــ
1 – ځيني خلګ داسي فکر لري چي د وطنونو خلګ ډېر ساده ګان دي او په دوی کي ناپوهي بيخي ډېره ده. خو زه وايم داسي خبره عمومي کول ډېره غلطه ده ځکه چي په وطنونو کي ډېر تکړه او په ژبه پوه خلګ سته ددا شلو کلونو مبارزې په سر کي د وطنونو خلګو قرار درلودی او تر ټولو ډېره قرباني د وطنونو خلګو ورکړېده.
2 – ځيني خلګ داسي فکر لري چي د ښار خلګ ډېر خراب خلګ دي او عقيده يې سمه نده. خو زه وايم داسي خبره عمومي کول ډېره غلطه او بې ځايه ده ځکه په ښارونو کي ډېر ښه خلګ وه او هم سته، همدغه د ښارونو خلګ وه چي چريکي مجاهدينو ته يې ځای ورکوی، مجاهدينو ته يې مرستي استولې، دیني مدرسې یې تمویلولې او په ښارونو کي د ننه يې فکري او فرهنګي مبارزين سمبالوله.
3 – ځيني خلګ د ښارونو ملايان بد بولي او نيوکه پرې کوي خو زه وايم دا خبره په عموم کي ډېره غلطه ده او د سالم عقل د چوکاټ څخه وتلې ده ځکه همدغه د ښارونو ملايان وه چي ديني مدرسې يې جوړي کړې چي په جهادي بهير کي د هري مدرسې په لسهاوو شاګردان شهيدان سويدي، همدغه د ښارونو ملايان وه چي د ديموکراسۍ او منفي آزادۍ سره يې مبارزه کوله چي ډېرو مبارزو علماو د تېري ګوډاګۍ ادارې بند، شکنجه او آزارونه ګاللي دي، همدغه د ښارونو ملايان وه چي د جهاد او مجاهدينو لپاره يې د خلګو ذهنيتونه سمول او د مجاهديو سره يې د ولس مرستي کولو ته زمينه برابرول، همدغه د ښارونو ملايان وه چي د خلګو پر فکرونو يې دعوتي کار کوي او د فکري او سياسي انحراف مخه يې نيوله او تر ډېره بريده الحمدلله په ښارونو کي ديني شعائر او اسلامي فکر د همدغه علماو په هڅو ژوندي پاته سوه او همدغه د ښارونو ملايان وه چي د بمباريو، چاپو او ظلمونو پر ضد يې د حکومت په ساحه کي آوازونه پورته کول او د ولس د ويښتوب لپاره يې اعتراضيه غونډي يې جوړولې.
زه وايم: ښه او بد په ښار او کلي پوري اړه نلري، په هر ځای کي هم ښه او هم بد خلګ سته، په هرځای کي هم ښه او هم بد کارونه کيږي چي ښه خلګ او ښه کارونه د ستايني، بد خلګ او بد کارونه د غندني وړ دي.
موږ بايد په خپل هيواد کي د وطن او ښار په نامه توپيرونه او تبعيضونه ژوندي نکړو د وطن هرځای زموږ کور او هر هيوادوال زموږ ورور دی هرچا ته بايد د ځان حيثيت ورکړو او د ځان په سترګه ورته وګورو.
مولوي نورالحق مظهري

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉