عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ https://chat.whatsapp.com/GH9p7F3eTuMHBbvkSpSRN7 ـ
د حـــــــیا اهـــــــمیت
عرب کوچي عمر رضي الله عنه ته راغی، ورته ویې ویل: دین راوښیه! هغه ورته وویل: شاهدې ووایه چې له الله پرته بل د عبادت وړ معبود نشته او محمد د الله رسول دی، لمونځ کوه، زکات پرې کوه، روژه نیسه، د بیت الله حج کوه او د شرم له هر کاره ځان ساته.
کوچي ورته وویل: اخرت کې چې الله سره ووینم، ورته وایم به، عمر په دې امر راته کړی و؟ عمر ورته وویل: په دې عمل وکړه، الله سره چې مخامخ شې، څه چې دې زړه یي هغه ورته ووایه.
جاء أعرابي إلى عمر فقال: علمني الدين، قال: «تشهد أن لا إله إلا الله وأن محمدًا رسول ﷲ، وتقيم الصلاة، وتؤتي الزكاة، وتصوم رمضان، وتحج البيت، وإياك وكل شيء تستحي منه، قال: فإذا لقيتُ الله قلتُ: أمرني بهذا عمر؟ فقال: خذ بهذا فإذا لقيت ﷲ فقل ما بدا لك. المستدرك للحاكم (١٦٧)
له کیسې د عرب کوچي صراحت او پر الله تعالی او اخرت د ایمان قوت ښه معلومیږي او دا چې حیا دومره مهمه ده چې د اسلام د پینځو بناګانو په کتار کې راغلې ده. (وإياك وكل شيء تستحي منه).