2021-12-17 09:16:51
د دوه مياشتو په جريان کې!!
#جنوبي ولايتونو اټکل
زموږ څخه ډېر د جنوبي ولایتونو د هوا حالاتو د آټکل په اړه پوښتنې کیږي، چې ایا سږکال په یادو ولایتونو کې د بارانونو او واورې اورېدو آټکل سته او کنه؟ نو ددې لپاره مو معلومات راټول کړي دي چې تاسو ته يې وړاندې کوو، خو هیله کوم چې مالومات دقیق ووایاست ترڅو سم مو سر سره خلاص سي.
لومړی ښه زیری دادی چې سږکال یاد ولایتونه بارانونه لري، او ځینې خو يې آن د واورې چانس لاهم لري، خو یوه خبره چې ډېره مهمه ده هغه داده چې دغه لاندې اټکل چې موږ يې تاسو ته وړاندې کوو یوازې د ژمي لپاره دی، د پسرلي بارانونه جلا دي، د پسرلي موسم لپاره اوس اټکل کول، غیر مسلکي خبره ده، ځکه د پسرلي بارانونه داسې وي چې په یو ساعت کې دریابونه بارانونه وسي، نو تاسې باید دا خبره ښه په یاد ولرئ چې دا یوازې د ژمي بارانونه دي د پسرلي کیسې به بیا په پسرلي کې سره کوو.
د تقریبا ۲ میاشتو په جریان کې!!
1. #کندهار ۳ تر۴ ځله د باران اټکل لري.
2. #هلمند د ۳ تر ۴ ځله د باران اټکل لري.
3. #زابل د ۴ څخه تر ۵ ځله د باران اټکل لري او ۲ ځله د واورې اټکل هم لري.
4. #ارزګان د ۲ څخه تر ۳ ځله د باران اټکل لري او یو ځل يې د واورې اټکل هم شته.
5. #فراه دوه د باران چانسونه لري.
6. #نیمروز دوه د باران چانسونه لري.
#مهمه_یادونه: دا اټکل دی، کېدای سي تغیر وکړي خو په ټولیزه توګه سږکال که د رب رضا وه یاد ولایتونه بارانونه لري. پاته سوه د پسرلي د بارانونو خبره، د حمل میاشت هم له بارانونو پرته نه تېرېږي. ان شاء الله نو د پسرلي پر بارانونو به هغه وخت خبرې کوو.
#دوهمه یادونه: د پورته ولایتونو لپاره چې د باران اورېدو د آټکل په اړه ویل سوي دي، دا مانا نه ورکوي چې بس همدا ورځې به یا حتمي باران کیږي او یا به نور نه کیږي بلکې، ډېر امکان شته چې له دې څخه ډېر بارانونه وشي ولي دا هم له امکان څخه لیري نه ده چې د ځینو ورځو بارانونه يې میس سي.
#دریمه یادونه: سږکال په یادو ولایتونو کې د تیرکال په پرتله ښه پوره یخ هم دی، چې باید د لویو لویو کوټونو او بوټونو غم هم وخورئ.
خو دا یوه خبره په یاد ولرئ، تېرکال په یادو ولایتونو کې بیخي باران ونه شو خو سږکال ورته تمه ډېره ده، که د رب رضا وه. موږ چې څه درته ولیکل هیله ده چې سر مو په خلاص سوی وي.
والله اعلم
622 views بریالی مجاهد , 06:16