Get Mystery Box with random crypto!

امارتي ميډيا Emarati Media

لوگوی کانال تلگرام abhrg — امارتي ميډيا Emarati Media ا
لوگوی کانال تلگرام abhrg — امارتي ميډيا Emarati Media
آدرس کانال: @abhrg
دسته بندی ها: اخبار
زبان: فارسی
مشترکین: 24.20K
توضیحات از کانال

د امارتي ميډيا چینل څخه تاسو تازه او عاجل خبرونه، نوې صوتي او ویډیوي ترانې او نور مهم مالومات تر لاسه کولای شئ.
زموږ سره اوسئ. ستاسو ورور خادم "مبارز اشنا"
زمونږدوهم احتیاطی چٰینل هم درسره جوائن کڔی

☞https://t.me/ADBUH

Ratings & Reviews

1.50

2 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

0

4 stars

0

3 stars

0

2 stars

1

1 stars

1


آخرین پیام ها 18

2021-10-03 12:39:39
‏د ایران مذهبي رهبر علي خامنه‌اي ویلي چې امریکا په افغانستان کې په تېرو ۲۰کلونو کې بې شمېره بشري جنایتونه ترسره کړي. خامنه‌اي د یو پوځي پوهنتون محصلینو ته په وینا کې ویلي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې له وحشت او ترهګرۍ پرته بل هیڅ هم په میراث نه دي پرېښي.


https://t.me/ABHRG
767 views سعيد غزنوي , 09:39
باز کردن / نظر دهید
2021-10-03 12:37:09
لوګر کې د درې نیم کیلو متره سړک د جغل اچونې چارې پیل شوې
د لوګر ولایت چارواکي وايي؛ د یاد سړک رغنیزې چارې چې د دغه ولایت د ښاروالۍ له لوري تطبیق کیږي په یوه میاشت کې به بشپړې شي.


https://t.me/ABHRG
806 views سعيد غزنوي , 09:37
باز کردن / نظر دهید
2021-10-03 12:36:21
پکتيا کې د خښ شويو ماينونو د شنډېدو لړۍ روانه ده!
د ماينونو د خنثى کېدو لړۍ د پکتيا ولايت د امنيه قوماندان په سپارښتنه د تخنيکي ټيم له خوا پيل شوې، چې تېره ورځ د مرکز ګردېز د چوڼۍ له سيمې پيل شوه د ياد ټيم مسوولين وایي چې تر دې دمه یې څلوېښت ماینونه شنډ يا چاودنې ورکړې دي.


https://t.me/ABHRG
799 views سعيد غزنوي , 09:36
باز کردن / نظر دهید
2021-10-03 10:57:58
‏د کرونا ویروس له کبله د نړۍ د مړو کسانو شمېر له ۵ میلیون اوښتی او هغه خلک ګواښي، چې اوس هم واکسین شوي ندي.
تېره اوونۍ په منځني توګه هره ورځ ۸۰۰۰ خلک د کرونا ویروس له کبله مړه شوي، چې په یوه دقیقه کې د څه نا څه ۵ کسانو مړینه ښيي.


https://t.me/ABHRG
2.0K viewsمستغفرفــــراهي, 07:57
باز کردن / نظر دهید
2021-10-03 10:42:57
‏د وسلو، مهماتو او بې اسنادو موټرو پېرل او پلورل تر امرې ثاني پورې بند دي
ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې یو شمېر غیر مسوله کسانو له دولتي ادارو او یا هم د تېر حکومت له ځینو کسانو وسلې او وسایط اخیستي؛ خو له تسلیمېدو وروسته اړوند ادارو ته نه دې رسېدلي د یاد وزارت په وینا، دغه کسان کوښښ کوي چې دغه وسلې وپلوري نو د همدې له امله د بې اسناده موټرو ، وسلو او مهماتو پېرل او پلورل تر امرثاني پورې بند دي.


https://t.me/ABHRG
2.2K viewsمستغفرفــــراهي, 07:42
باز کردن / نظر دهید
2021-10-03 10:42:57
‏د روغتیا نړیوال سازمان، د زابل له ولایتي روغتون سره د درملو مرسته کړې.
د زابل ولایت روغتیایي چارواکي وايي چې نړیوال روغتیایي سازمان د یاد ولایت له ولایتي روغتون سره ۱۹ کارتنه درمل او د ځینو طبي وسایلو مرسته کړې ده.


https://t.me/ABHRG
2.1K viewsمستغفرفــــراهي, 07:42
باز کردن / نظر دهید
2021-10-03 10:02:33
‏د هلمند په مرکزي زندان کې په نشه يي توکو د ۷۰۶ روږدو کسانو درملنه کیږي.
د هلمند ولایت چارواکي وايي چې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې ۷۰۶ په نشه روږدي کسان د درملنې په موخه مرکزي زندان ته راټول کړي دي.


https://t.me/ABHRG
2.4K viewsمستغفرفــــراهي, 07:02
باز کردن / نظر دهید
2021-10-03 09:59:27
د کابل امنیه قومندانۍ د څلورمې امنیتي حوزې اړوند تایمني ۷ سړک کې د غلو يوه څلورکسيزه ډله چې تیره ورځ یې په دریمه حوزه کې له دوکاندارانو څخه څلویښت زره افغانۍ او يوه اندازه نور توکي وړې وو له یو میل تفنګچې او چړې سره نیول شوي دي.



امارتي ميډيا ټلګرام چينل

https://t.me/ABHRG
2.4K viewsمستغفرفــــراهي, 06:59
باز کردن / نظر دهید
2021-10-03 09:56:07
‏د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو د تحقیقاتو رئیس مولوی نور احمد رباني د کابل ښار د امنیتي وضعیت او د مجرمینو د نیولو په اړه مهم توضیحات ورکړي، چې په لاندې لنډ ویډیویي کلیپ کې یې کتلای او اوریدلای شئ.



امارتي ميډيا ټلګرام چينل

https://t.me/ABHRG
2.3K viewsمستغفرفــــراهي, 06:56
باز کردن / نظر دهید
2021-10-03 09:52:20
د کابل ښار اتمې حوزې اړوند دوهم سړک په مربوطاتو کې ۵ تنه اختطافګر د مجاهدینو د کشفي عملیاتو په پایله کې و نیول شول.
نور معلومات په ویدیو کی...



امارتي ميډيا ټلګرام چينل

https://t.me/ABHRG
2.4K viewsمستغفرفــــراهي, 06:52
باز کردن / نظر دهید