2021-05-12 09:48:41
در تاریخ 22 ثور 1400 خانم زهره الهیان، نماینده مردم تهران و عضو کمیسیون امنیت ملی و سیاست خارجی پارلمان ایران طی یک تماس تلیفونی با جناب آقای لیوال سفیر کشورمان به نمایندگی از مردم و زنان ایران بخاطر حوادث اخیر کابل و لوگر که در آن تعداد زیادی از هموطنان ما بخصوص دختران متعلم جوان و معصوم جان های شیرین خویش را از دست دادند ابراز همدردی و غم شریکی نمودند.
موصوفه در بخشی از سخنان شان اطمینان دادند که مردم و زنان ایران در پهلوی برادران و خواهران افغان شان آماده هر نوع همکاری در هر شرایطی بوده و هستند و همچنان خاطر نشان نمودند که طی یک نامه رسمی از طریق مجاری قانون آواز بر حق زنان افغان و جنایات تروریستان در افغانستان را بصورت کتبی به سازمان ملل خواهند نوشت و پیگیری های لازم نمایند.
متعاقبا آقای لیوال به نمایدگی از ملت، دولت و خصوصا خانواده های شهداء و زخمی های رخدادهای اخیر از همدردی و غم شریکی ملت و مردم ایران، ابراز تشکر و قدردانی نموده و خواهان رسانیدن آواز و درد مردم افغانستان به گوش مردم جهانیان و منطقه گردیدند.
در ادامه اضافه کردند که ملت و مردم افغانستان هیچ تفاوتی بین گروه های تروریستی طالبان، داعش و دیگر گروه ها که هدف شان کشتار مردم بیگناه و مظلوم افغانستان، منطقه و جهان می باشد نمی بینند و همه شان در صدد آن هستند که بتوانند از طریق کشتار و ترس بر مردم افغانستان حاکم شوند که این کار شان بر عکس باعث اتحاد و اتفاق بیشتر بین مردم و همکار شدن مردم در اقصی نقاط کشور با حکومت و نیروهای امنیتی شان شده است.
در اخیر هر دو طرف به خاطر حفظ امنیت منطقه وهمکاری های بیشتر و مداوم وعده هر گونه همکاری را در تفاهم با ارگان مربوطه دو کشور شان دادند.
نن چهارشنبې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د غویي په ۲۲مه نېټه د تهران د خلکو استازې او د اېران د پارلمان د بهرني سیاست او ملي امنیت کمېسیون غړې، آغلې مېرمن زهره الهیان په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال سره د تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د اېران د خلکو او ښځو په استازیتوب د کابل او لوګر وروستيو تروریستي پېښو له امله چې په هغو کې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال، په ځانګړي ډول ځوانو معصومو نجونو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، خواخوږي څرګنده کړه.
آغلې د خپلو خبرو په یوه برخه کې ډاډ ورکړ چې د اېران خلک او ښځې په هر ډول شرایطو کې د خپلو افغانو ورونو او خویندو په څنګ کې مرستو ته چمتو وو او چمتو دي، همدا راز یې څرګنده کړه چې د یو رسمي لیک په ترڅ کې به له قانوني لارو د افغانستان د ښځو برحق غږ او په افغانستان کې د تروریستانو جنایت په اړه ملګرو ملتونو ورسوي او په لازمه توګه به یې تعقیب کړي.
له هغې وروسته ښاغلي لېوال د ملت، دولت په ځانګړي توګه د وروستیو پېښو شهیدانو او ټپیانو د کورنیو په استازیتوب د اېران د خلکو له همدردۍ مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو غږ دې تر نړۍوالو او سیمې ورسول شي.
ښاغلي لېوال د خپلو خبرو په دوام وویل چې د افغانستان خلک د داعش، طالب او نورو تروریستي ډلو ترمنځ چې موخه یې د خلکو وژل دي هېڅ توپیر نه ویني او دغه ټولې ډلې په دې هڅه کې دي چې د وژنو او وېرې خپرولو له لارې د افغانستان پر خلکو حاکمې شي چې دا کار د دوی د غوښتو او موخو پرخلاف د خلکو د یوالي او له دولت او امنیتي ځواکونو سره د خلکو د لازیاتې همکارۍ لامل کېږي.
په پای کې دواړو خواوو د سیمې د امنیت ساتنې او لازیاتو مرستو په موخه د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو په همغږۍ د مرستو ژمنې وکړې.
441 viewsAfghanistan Embassy Tehran, 06:48