2021-08-30 18:38:04
اطلاعیه!
سفارت افغانستان در تهران موارد ذیل را به اطلاع عموم مهاجرین محترم افغان مقیم جمهوری اسلامی ایران میرساند:
۱- به استثنای صدور پاسپورت الکترونیک و تذکره الکترونیک که بدلیل قطع ارتباط با سیستم مرکزی فعلا متوقف می باشد ارائه سایر خدمات قونسلی کمافی السابق ادامه دارد.
۲- یک تعداد تذکره الکترونیک که قبلا توسط اداره ملی احصائیه چاپ و به تهران انتقال گردیده است در روزهای آینده و از طریق تماس تلفنی به مراجعین اطلاع داده می شود و بعد از تماس میتوانند به اردوگاه مربوطه جهت دریافت تذکره شان مراجعه نمایند.
هموطنان عزیز بدون دریافت تماس از جانب کارمندان اداره ملی احصائیه که در اردوگاه ها مستقر می باشند به شایعات گوش نداده و به اردوگاه ها مراجعه نفرمایند.
۳- در روزهای اخیر بعضی از اشخاص استفاده جو در نقاط مختلف اقدام به ثبت نام اتباع افغان نموده اند، با این عنوان که برای اعزام به کشور ثالث اسناد شان طی مراحل می گردد، این گونه کارها صرفاً برای سواستفاده بوده و هیچگونه مبنای قانونی ندارد و مهاجرین افغان در ایران فریب این گونه افراد را نخورند.
سفارت افغانستان در تهران هیچگونه برنامه ای برای ثبت نام مهاجرین برای اعزام به کشور ثالث ندارد و همچنان هیچ دفتر و یا نهادی به نمایندگی از این سفارت که کار انجام ثبت نام مهاحرین را بخاطر سفر به خارج از ایران را انجام دهد مبنای قانونی ندارد و این سفارت هیچ نمایندگی و یا دفتری برای این کار ندارد.
هیچگونه طی مراحل و ثبت نام مهاجرین برای اعزام به کشور ثالث که در حال حاضر تبلیغ می گردد واقعیت ندارد.
از همه هموطنان محترم مقیم جمهوری اسلامی ایران تقاضا می گردد تا با در نظرداشت شرایط کرونایی و احتمال ایجاد مشکل برایشان، فریب هیچگونه تبلیغات را نخورده و صرفا برای انجام امور قانونی شان به ادارات ذیربط که از لحاظ قانونی ارائه خدمات می نمایند از جمله این نمایندگی مراجعه نمایند و از تجمع و مراجعه به دفاتر مختلف که جنبه قانونی ندارند خودداری نمایند.
بااحترام
********************************************خبرتیا!
په تهران کې د افغانستان سفارت ټولو درنو اېران مېشتو افغان کډوالو ته خبر ورکوي چې لاندې موارد په پام کې ونیسي:
۱- د کمپیوټري پاسپورټونو او برېښنایي پېژندپاڼو وېش خدماتو پرته، چې هغه هم له مرکزي سیسټم سره د اړیکې پرې کېدو له امله درېدلي دي، د کُنسلي چارو ټول خدمات د پخوا په څېر فعال دي.
۲- یو شمېر برېښنایي پېژندپاڼې چې د احصایې ملي ادارې له لوري دمخه چاپ شوي او تهران ته رارسېدلي دي، په راتلونکو ورځو کې به د ټلیفوني اړیکو له لارې مراجعینو ته خبر ورکړ شي؛ وروسته له اړیکې دوی کولی شي د خپلو پېژندپاڼو ترلاسه کولو په موخه اړوندو کمپونو ته مراجعه وکړي.
درنو هېوادوالو!
په کمپونو کې مېشت د احصایې ملي ادارې کارکونکو له اړیکې پرته، شایعاتو ته غوږ مه نیسئ او اړوندو کمپونو ته مه ورځئ.
۳- په دې وروستیو ورځو کې ځینو استفاده جو اشخاصو په مختلفو ځایونو کې د افغان کډوالو نوملیکنه پیل کړې ده چې ګواکې درېیم هواد ته یې د لېږدولو په موخه اسناد طی مراحلوي، دا ډول کارونه یوازې د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره دي او هېڅ ډول قانوني بنسټ نه لري، افغان کډوال دې په دې ډول کړنو باور نه کوي.
په تهران کې د افغانستان سفارت درېیم هېواد ته د کډوالو د لېږد لپاره هېڅ ډول برنامه نه لري او هره هغه اداره چې د دې سفارت په استازیتوب له اېران څخه نورو هېوادونو ته د تګ لپاره نوم لیکنه کوي قانوني بنسټ نه لري، د افغانستان سفارت دا ډول هېڅ دفتر نه لري.
اوسمهال چې کوم تبلیغات درېیم هېواد ته د تګ لپاره کېږي واقعیت نه لري او هسې خلکو ته دوکه ورکوي.
په اېران کې د افغانستان سفارت له ټولو درنو کډوالو غوښتنه کوي چې په اېران کې کرونایي وضعیت ته په کتو ځان ته ستونزې جوړې نه کړي او په هېڅ ډول فریب او غیرقانوني کړنو او تبلیغاتو دې باور نه کوي. د کډوالو د قانوني کارونو لپاره دې اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي او غیر قانوني دفاترو ته دې له تګ څخه په کلکه ډډه وکړي.
په درنښت
1.3K viewskhan ..., 15:38