Get Mystery Box with random crypto!

افغانستان څخه د ترکي ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوه کابل ټکی کام ( | امارت اسلامی افغانستان ولایت هرات

افغانستان څخه د ترکي ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوه
کابل ټکی کام (پنجشنبه،۴ وږی،۱۴۰۰ل)
د ترکیې دفاع وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو پروسه پيل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې له مختلفو لوريو سره تر رابطو او د افغانستان د اوسني وضعيت تر ارزونې وروسته يې پرېکړه کړې چې له دغه هيواد څخه عسکر وايستل شي.
خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې ترکي ځواکونه په ډېر وياړ سره راستنیږي او هغه ماموريت يې په سمه توګه سرته ورساوه، چې ورسپارل شوی و.
بايد وويل شي چې که څه هم د امريکا او ترکيې ترمنځ د شوې هوکړې له مخې بايد د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هم ترکي ځواکونه د کابل نړيوال هوايي ډګر کې پاتې وی، خو د طالبانو له سخت غبرګون وروسته ښکاري چې ترکيې خپل تصميم بدل کړی دی.
:@emarateislami_af