بریتانیا: راتلونکو څو ساعتونو کې به یې وروستی عسکر هم له افغانستانه ووځي کابل ټکی کام (جمعه، ۵ وږی، ۱۴۰۰ل) د بریتانیا دفاع وزیر "بین والاک" وایي، چې په راتلونکو څو ساعتونو کې به یې وروستی عسکر هم له افغانستان څخه ووځي. نوموړي سکای نیوز خبرې شبکې ته ویلي، چې د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د بریتانوي، افغان وګړو او پوځیانو د ایستلو بهیر به راروانو څو ساعتونو کې بشپړ شي. د بریتانیا د دفاع وزیر په خبره دوی خواشینې دي چې د وخت د کموالي له امله به د بریتانیايي پوځ ځینې افغان همکاران ونه ایستلی شو، نوموړی وایي: «له دې وروسته به نور خلک هوایي ډګر ته نه بلل کیږي او بریتانوي ځواکونو د "بارون" په نوم هغه هوټل تړلی، چې بریتانیا ته تلونکي کسان به پکې ساتل کېدل.» نوموړي د خپلو خبرو پردوام زیاته کړې، چې د هغو ۱۰۰۰ کسانو اسناد چمتو شوي چې بریتانیا ته به لیږدول کیږي، یاد کسان دا مهال هوایي ډګر کې دي د دوی تر وتلو وروسته به بریتانوي پوځیان هم کابل پریږدي. باید وویل شي چې تر بریتانیا وړاندې ترکیې هم ویلي و چې له افغانستان څخه یې د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده او ټاکل شوې ده چې د روانې اګست میاشتې تر پایه به پاتې امریکایي عسکر له افغانستان څخه ووځي. @emarateislami_af 147 viewsedited 01:56