Get Mystery Box with random crypto!

(بغض او کينه) هندو د قبلې په طرف ناست و او خالي رګ یې واهۀ، م | مفتي رضوان الله فيضاني

(بغض او کينه)

هندو د قبلې په طرف ناست و او خالي رګ یې واهۀ، مسلمان پرې راغلی و، ښۀ یې وهلی و چې د قبلې په طرف ولې خپل حاجت پوره کوې؟
بله ورځ مسلمان ناست و، هندو پرې راغی ورته کړل
يې چې: دا تۀ چې اوس ناست یې؟
مسلمان بیا پرې د وهلو شروع وکړه چې د هندو زویه زمونږ د قبلې سره دې څه کار دی؟
(په قبله غیرت نه و، اصلاً د هندو سره بغض و)
زمونږ خلک بعینه همدا شیان دي، خپله به یو کار قصداً، عمداً او ارادةً وکړي هیڅ خبره نه وي، لا پرې خوشحاله هم وي، خو که همدغه کار د هغه چا نه وشو چې د دۀ ورسره بغض وي، بیا نو په قبله غیرت کوي، رټي یې هم، ځوروي یې هم او له کیسو یې یو مجلس هم خالي نه وي.