Get Mystery Box with random crypto!

(د معسکر خاطره) ليکوال : م رضوان الله فيضاني دوهمه برخه له | مفتي رضوان الله فيضاني

(د معسکر خاطره)

ليکوال : م رضوان الله فيضاني

دوهمه برخه

له پوره ستړيا وروسته تمرين پای ته ورسېد، باران هم ورو ورو په درېدو شو، استاذ مو راته د مرکز پر لور د تللو امر وکړ او مونږ هم روان شولو، کله چې مرکز ته ورسېدو او کوټې ته داخل شولو، د جامو د بدلولو اجازه راته نه وه، نو همداسې له لمدو او خيشتو جامو سره کېناستو.
دغه سيمه يوه لرې پرته او غرنۍ سيمه وه، ډېری وخت به پکې سړه سړه او تنده هوا چلېده، په ځانګړي ډول له ماسپښين وروسته، مونږ ماسپښين ناوخته بېرته مرکز ته راوګرځېدو.
ما عاجز چې خپل ځان وکوت نو د اوږو، ملا او ګردي د ځينو برخو پوستکي مې له دغه سخت تمرين سره له منځه تللي و، بدن مې نری نری زخمي و، د نورو ملګرو هم همدا حال و، اودسونه مو تازه کړل او لمونځونه مو ادا کړل، ټول ملګري يوې خټينې غټې کوټې ته لاړو او هلته کېناستو.
د يخنۍ له وجهې مو ژامې او نور اندامونه لړزېدل، له يوې خوا نه باران لامدۀ کړي او يخنۍ پسې اخيستي وو، بلې خواته په لمدو جامو کې وو، نو يخني مو يو په دوه چنده وه.
لنډه دا چې مازديګر شو، جامې مو لا نيمې لمدې وې چې بيا امر وشو وای هلئ ځانونه چمتو کړئ، له پورې غرۀ نه خس او لرګي راوړئ!!! ټول ملګري غوسه غوسه وو، چا له ځانه سره يو څه ويل چا بل څه، د هر ملګري پر تندي له ورايه د قهر ګونځې ښکارېدې.
د غوسې وجه مو دا وه چې ډېر ستړي او ستومان وو، سخته يخني مو شوې وه، جامې مو هم لمدې وې، وږي هم وو، ځکه چې د معسکر په دوران کې به خوراک کم راکول کېدۀ.

نور بيا ...