2022-11-15 16:44:54
یوه ترکي شتمن (خیرالدین افندي) د عثماني خلافت په دوره کې دوه کیلو انګور واخیستل، نوکر ته یې ورکړل چې کور ته یې یوسي او دی خپل دفتر ته لاړ.
د شپې چې کور ته وګرځېد او لږ دمه شو، ښځې ته یې وویل:
ــ له هغو انګورو خو لږ راوړئ.
ــ هغه مونږ وخوړل، نشته دي.
سړی پاڅېد، له کوره ووت، ښځې نعرې پسې ووهلې
خو دی نېغ لاړ، رهنما ته ورغی او له هغه سره یې یوه ټوټه ځمکه سودا کړه. تر هغې وروسته ولاړ د یوه شرکت سره یې خبره وکړه چې په دې ځمکه جومات راته جوړ کړئ او همدا شېبه کار پرې پیل کړئ. کار پیل شو او شتمن بېرته کور ته وکرځېد؛ ښځه پوښتنه ترې کوي چېرته تللی وې؟
شتمن ورته وایي: اوس که مړ شم نو راحت به وم، دا چې ژوندی یم او ستاسې ترمنځ یم، د انګورو په دانه کې مو هېر یم، چې مړ شم او له منځ مو وتلی وم،
بیابه کله دریاد شم چې صدقه راپسې وکړئ …
تر دې دمه د دې جومات څلور سوه کاله کېږي چې اباد شوی دی او دا صدقه جاریه یې د انګورو له دانې نصیب شوه، دا جومات په اسطنبول کې دی، د دوه سوو لمونځ کونکو ظرفیت لري او نوم یې دی (sanki üzüm yedim)
ژباړه : لکه انګور مې چې خوړلی وي.
باقي نو نتیجه تاسې خپله ترې واخلئ.
Abdul Salam Wazirwall
462 viewsedited 13:44