#د_لوړ_قدې_انجلۍ_د_کتاب_لسمه_برخه سلام سهار پخېر! له خوب خو | لیونیان
#د_لوړ_قدې_انجلۍ_د_کتاب_لسمه_برخه
سلام سهار پخېر!
له خوب خو را ویښ شوی نه یې؟
تاته وایم،ځواب را احمدوو ځواب را
اوفففف نو دا څه رقم خوب دی؟
د حنا له لوري ډېر پېغامونه راغلي ول د اخري پېغام په غږ را ویښ شوم.
سترګې مې له خوبه ډکې وې. یو خو چې په ژمي کې له خوب را ویښ شې پوره نیم ساعت په حال وي سړی زه هم زنګېدلی له خوبه راجیګ شوم حنا ته د دې پر ځای چې ولیکم هو حنا ورته مې لیکلي ول هو پلار جانه را ویښ شوم ځکه هره ورځ پلار را ویښولم