Get Mystery Box with random crypto!

*مسلمانو فرهنګي مبارزينو ته:* ــــــــــ هغه وخت چي بهرنیانو | لیونیان

*مسلمانو فرهنګي مبارزينو ته:*
ــــــــــ
هغه وخت چي بهرنیانو حضور درلود او د ديموکراسۍ فاسد نظام حاکم وو تاسو په خپل قلم او خوله باندي ددې لپاره مبارزه کول چي اسلامي نظام راسي او د غربي ښکېلاک ټغر ټول سي، اوس چي الحمدلله اشغال ختم سو او اسلامي نظام حاکم سو نور باید ستاسو د مبارزې تمرکز د همدغه نظام پر سمبالښت او بقاء باندي وي او خپل تاند قلم او جذباتي ژبه د هغو کسانو پر ضد وکاروئ چي زموږ همدغه اسلامي نظام ته خنډونه جوړوي يا زموږ د ولس امنيت ګډوډ کوي لکه داعش، غله، اختطافګر او نور مفسدين.
همداسي د نوري اسلامي نړۍ پر بې تفاوتۍ او ځينو بهرنيو هیوادونو پر بې انصافۍ ليکني وکړئ تر څو زموږ ولس په سیاسي لحاظ ویښ پاته سي او یاد هیوادونه خپلو غلطیو ته متوجه سي.
کله چي په هیواد کي د ټوپک چلېدلو وخت وو زموږ مجاهدينو داسي وچلوی چي ټوله نړۍ یې ځان ته حیرانه کړه؛ نن چي ستاسو د قلم چلولو وخت دی تاسي بايد خپل قلم داسي وچلوی چي نړۍ ځان ته حیرانه کړی او په نړیواله سطحه داسي سیاسي بدلون راوړی چي هیواد مو لکه لمر غوندي وځليږي.
مولوي نورالحق مظهري