Get Mystery Box with random crypto!

ناول: که زه درسره نه وم برخه: يوولسمه ليکوال: ايمل اميدى وړان | لیونیان

ناول: که زه درسره نه وم
برخه: يوولسمه
ليکوال: ايمل اميدى
وړاندى کوونکى: مالک شاه مبارز

د تيرى برخي اخرى لفظونه: ستا همدردي ته هيڅ ضرورت نشته .زه يي له هغه جنازې څخه پسي راواخيستم . تركوره مي ژړل چي غلام نبى خورښتيا راته ويل.ترمابي ننګه بي غيرته بي وجدانه بي شرمه پردې دنيا بل هيڅوک نشته .

نوى برخه:


ؽدمينې په فاتحه كي مي هم ګډون ونه شوكړاي ځكه ويريدم اوشرميدم دمينې له وروڼو څخه چي پريږدي خودي بې له هغه هم نه نوبياولي ځان ورباندي سپک كړم،دامي دځان لپاره خوښه كړه چي دمينې قبرته ورشم. زړه مي ډيرډک اوددې په حق كي مي ډير ظلم كړى و.هلته چي ورغلم ګورم چي دمينې مور او خورنازدانه هم هلته دمينې له قبره سره ناستې دي .له دوي سره زه هم كښيناستم .مور يي راته وويل:
مينه خوتورو خاورودرڅخه يوړه .دالاره يي خپله ځانته خوښه كړه. كه يي ستاسره سرټيټ كړې واي نونن به دغوتوروخاوروته نه واي تللې. زويه !له كومي ورځي چي تاسي جلاشوې ياست يوه ورځ يي هم له دعانه يي هيركړى. دې به چي كله درته دعاوي كوله نو زه به ورته خواشنې شوم اوورته ويل به مي چي اوس نودعاوي هيڅ مانانه لري. اول به دي ښه ورسره كول .خودې به راته ويل چي مورې !داسي مه وايه هغه اوس هم په ما له ټولي دنيا ګران دى .داخوزما ناپوهي وه چي دهغه مينه اواحساس مي درک نه كړل. مورې !ته پوهيږي چي زه په فريد څومره ګرانه يم .زه يي درته هيڅ مثال نه شم دركولاي .خومابه دهغه سربيره هم نوره غوصه ورباندي وكړه چي دا خولا درباندي ګران و چي په كورنۍ كي دى وشرماوه .ته پوهيږي چي طلاق څومره په يوه كورنۍ باندي بده اغيزه كوي
،مونږدي هم وشرمولو .دې به ماته ويل :مورې !چي تيرشول هغه هير شول ،تير يادونه مه راته يادوه .مابه هم داپريښوده چي ته پوهيږي اوكاردي ځكه دا ستا خپله رضا وه. زويه !ترهغه ساعته چي ژوندۍ وه تاته يي ښيرانه ده كړې اونه يي په سپكه سره ستانوم اخيستي دى.
كله به چي په كوركي ددې سره چاجنګ وكړ نو ستانوم به خامخاياديدى نودابه په هغه ورځ دومره خوشحاله وه چي اندازه يي نه كيده.
ماته چي كله دمينې موردا خبري وكړې نورهم پسي وزوريدم. دومره مايوسه شوم چي نور نودمايوسۍ زورهم نه راباندي رسيده.
څه مي كړي واي اوڅه مي كولاي شو وخت له وخته تيرو،هيڅ په لاس نه راتلل .دمينې خورنازدانه چي زما خوښينه )دميرمن خور( كيده راته وويل:
يوه ورځ مينې ډيري بدي ورځي كولې .دومره يي وژړل چي زماداګمان و چي نوربه يي زړه له ډيري ژړا څخه تر خوله راولويږي،نوددې دتسلي په وجه چي لږيي زړه ارام شي ما تاته سپكي سپوري وكړې چي كه تاورسره ظلم نه واي كړى نونن به مينې دغه حالت ته نه واي راغلې.داپه هغه حالت كي راولاړه شوه اوزه يي داسي ووهلم چي ترهغه ورځي پوري يي زه نه وم وهلې.اه ښه شو راپه ياد شول ستالپاره يي ماته يو ليک راكړى دى، هغه به درته بيا دركړم .ماته چي يي كله دليک يادونه وكړه،زړه كي مي سكون پيداشو اودليک ويلوته ډيرناكراره شوم.دستي مي نازوته وويل:
كله به هغه ليک ترما پوري راورسوې ؟ _سباماپښين به يي كورته دروليږم؟
_يا راليږه يي مه .ته يي خپله زمونږكورته راوړه داسي نه وي چي هغه ليک بل چاته په لاس ورشي.سباماپښين نه بايدنن ماپښين يي راته راوړې.سمه ده زه بايدهغه ليک نن وګورم.
_سمه ده .مينې هم ورباندي ټينګاركاوه چي داليک به زه ترتاپوري رسوم.ته ماپښين كوريي چي دريي وړم؟
_هوزه حمتاً كور يم اوتاته انتظار.
_زه هم درځم انشاءالله.
مور يي راته وويل:
ستايوامانت يي مونږټولو ته پري ايښي دى.
ورته بي قراره او ناقراره شوم .ژرمي پوښتنه ځني وكړه .مورجانې !دڅه شي امانت؟ايا دمينې امانت دى ؟
_هو.هم دمينې امانت او هم ستا.
زه حيران پاته شوم چي دا به څنګه امانت وي فكرمي وكړ چي سره زر راته ښيي ورته ومي وويل:
دميني زر خوبه نه رايادوې ؟
_نه زويه!سره زرنه درښيم. ستااودمينې اولاد.ستاسو لور.
حيران شوم چي ماكله لور درلوده ما بيا داګمان وكړ چي په مينه پسي يي دمور عصاب خراب شوي اوخپله حافظه يي له لاسه وركړې وې مالا خبره نه وه كړې
چي نازدانې راته وويل:
)كله چي دي ميني ته طلاق وركړ .نو هغه وخت مينه حامله وه.ته يي له دې رازه نه خبرولې .داځكه دا ددې خپله غوښتنه وه .مونږټولو ته يي همداويلي و چي ترڅوچي دا ماشوم نه وي پيداشوى تر هغو به بل هيڅوک نه خبريږي .( دهغه ساعت له خوشحالۍ څخه چي زه يي هيڅ بيا ن نشم كولاي
.زماټول خفګان او ناكراري په هغه يوې خبري سره ورک شول اودامي يقيني خيال شو لكه مينه چي بيرته له قبره راپورته شوې وي .په خوله كي بند بند كيدم ورته ومي وويل: