Get Mystery Box with random crypto!

ر..ر..ررر..ري..رښتيا څه وخت پيداشوه ؟چيري ده ؟ _زمونږ په كور | لیونیان

ر..ر..ررر..ري..رښتيا څه وخت پيداشوه ؟چيري ده ؟
_زمونږ په كوركي ده .اوس يي لا مياشت نه ده پوره شوې.
هياجاني شوم غوښتل مي چي دمينې پرقبرورپريوزم اوچي په وس مي كيږي هغومره ورته وژاړم خوبيرته مي ځان قابوكړ.په هغه لحظه مي ټوله دنيا هيره كړه ،ټول غمونه راڅخه ورک شول.څه زخمونه مي چي په زړه خوړلي وه ټول بيرته له سره جوړشول . دستي مي دخپلې لور دليدلوهيله وكړه خوخواښې مي راته اجازه را نه كړه اوراته ويي ويل :
) ترڅوچي هغه غټه شوې نه وي هيڅ كله به يي ونه ويني.اوبل دمينې وروڼه ستاڅخه ډيرخفه دي نوته ددې كوښښ هم مه كوه چي له هغې سره ووينې كله چي هغه يوڅه غټه شوه بيايي مونږخپله تاسوته دركوو.داهم ددې )قبرته يي ګوته ونيول( غوښتنه ده اوزه داغوښتنه ورپوره كوم.( ماهم نور ټينګارورباندي ونه كړاويوازي مي دنازدانې څخه دليک غوښتنه وكړه ترڅوهرڅومره چي ژركيږي بايدهغه ترماپښين پوري راورسوي. هغې هم وعده راكړه چي ماپښين ددوو بجوپه شاه وخواكي به دمينې ليک درته رسوم.