Get Mystery Box with random crypto!

وروغورځم له يوې پښې يي راټنگه كړم اوپسي څكيږم،خوهغه هم كومه گټ | لیونیان

وروغورځم له يوې پښې يي راټنگه كړم اوپسي څكيږم،خوهغه هم كومه گټه ونه كړي ماپه خونه كي پريږدي اودا راڅخه ولاړه شي.
زه له ځانه سره ژاړم اوكريږي وهم چي خپله مورمي راباندي ږغ كړي چي مينې كښينه.زه مي دمور په ږغ راكښينم . ته باوروكړه چي هغه مي په ژوند كي يوه خوږه خاطره وه كم چي ته مي په خوب كي وليدې .
ډيروخت خوشحاله وم چي ګوندي ته همداسي په ماپسي راشي خو...؟زمابه دومره بخت چيري وي
،خوستاخوشحالۍ به چي را په زړه شوه بيرته به مي خپلي پريشانۍ ته ځواب ووايه چي
ستاخوشحالۍ زمااميداوحت ى زما ژوند هم دى. ماته هغه اووه مياشتي چي له تاسره مي يوځاي تيري كړې دټول عمرله ژونده څخه خوږې اونه هيردونكي وې.زماخط به ته په يوداسي وخت كي ګورې چي زه به له دې دنيا څخه ډيره ليرې تللې يم .ته چي خفه نه شې اوداګمان ونه كړې چي مادرسره مينه نه درلوده بلكي دايو واقعيت دي چي ماستاسره زياته مينه درلوده خوستاله خوشحالۍ څخه زياته نه. ستاخوشحالۍ زماله ميني څخه زياته اضافه اوماته باارزښته وه،نوځكه خپله مينه مي ستادخوشحالۍ لپاره قربان كړه.يوه خبره درته داكوم هغه داچي زمااوستادمينې يوه نښانه پاته ده .زه چي كله حامله شوم نوتاته مي ځكه نه ويل چي كه چيري تاته ووايم نوزه خوخيردماشوم له كبله به خپله مينه قربان كړې،ځكه اولاد ډيرشيرين وي اود اولاد لپاره موراوپلارهرڅه كولوته تياروي ،ترڅواولاد يي سلامت اوخوشحاله وي .زه يوه كيسه داولاد دګرانښت په هكله درته كوم .په يوه زمانه كي يوه ښځه كونډه شوه اويوزوي يي له خپل خاونده ورته پاته شو.كوم وخت چي داكونډه شوه نو زوي يي ددريو كلونو و . موريي دزوي دښه تربيه كولو لپاره دهيڅ تكليف څخه مخ ونه ګرزاوه .دده لپاره يي هر څه وكړل .دگاونډيانوكره يي مزدوري كوله ،كالي يي پريمينځل ،خټي يي وركولې، وړۍ يي ورسره شيندلي ،خواولاد يي دېته پري نښود چي ورڅخه يوه شپه هم وږي ويده شي .همداسلسله روانه وه ترڅوچي دا زوي يي دځوانۍ مرحلې ته ورسيد ،ځوان شو .زوي چي يي كله ځوان شو نويوه ورځ دكورخواته روان و،چي يوشيطان ډوله سړي يي وليد له هغه سره ډير سره زر ،لعلونه اوياقوت وه.ده چي لعلونواوياقوتوته وكتل ورته حريص شو اوپه فكرونوكي غرق شو .هغه شيطان ډوله سړي په پوه شوچي داچورتونه زما دلعلونو لپاره وهي .نوورته ويي ويل:
كه غواړي چي ته هم زماپه رقم غني شي نوته راته خپل دمور زړه راوړه زه به درته دالعلونه دركړم .هلک هم ورسره ومنل او ور روان شو په خپلي مورپسي .له ځان سره يي غټ خنجر را واخيستي اومورته راغي مورغريبه يي په شهادت ورسوله،زړه يي ځني ويوست اوپسي را روان شو.په خپلولاسونو كي يي دمور زړه نيولي و.په لاره كي يي پښه له يومنډه سره ټكرشواوورغوځيدى .دى يوي خواته ولويد اودمور زړه يي بلي خواته .دى چي كله راپورته شونو دمور زړه پسي ګرځيدى دمور زړه يي پيداكړ،په خاورو ككړ شوي و.په هغه ككړ حالت كي دا دمور زړه يي زوي ته وويل:
_ زويه !خوږ شوى خوبه نه يي؟يعني وخوغورځيدې .دا ځوان چي كله دمورد زړه څخه دا الفاظ اوري نوسريي خلاص شي چي ماڅه وكړل .خپله مورمي په شهادت ورسول .هغه مهربانه مور چي نورخوپريږده زما دغورځيدوسربيره هم دځان پروا يي ونه كړه اوزماڅخه يي زمادغورځيدو په اړه وپوښتل.نوځان ته ډيرپه غصه شو .كم خنجرباندي چي يي مورشهيده كړي وه هغه يي له جيبه راوايستى .خپل زړه ته يي مخامخ ونيوي .غوښتل يي چي داخنجر په خپل زړه كي وواهي
.خوداكار ونه شو ځكه دمورزړه ورباندي ږغ كړل چي پام دي وي زويه ! داكار ونه كړې .خوږخودي كړم اوس غواړي چي سرى مي لاهم كړې.دامي داولاد دګرانښت كيسه درته وكړه.يواولاد زه اوته هم لرو ،خويوه خبره داده چي ته به هغه تريوه كاله ونه ويني وروسته له يوه كاله بيا ته پوهيږي اواولاد دي .مامي خپلي مورته ډيري زاري وكړي چي زمالپاره په ژوندكي فقط همدايوكار وكړه ترڅوزمااوستااولادته ښه روزنه وركړې.كه څه هم چي روزنه اوپالنه خويي الله جل جلاله كوي خوسبب يي بيا مونږ اوتاسي يو.نجلۍ ده اوس لا ډيره مينه ناكه ده.نوم مي ورباندي فريده ايښي دى.دانوم مي ورباندي ځكه كښيښود چي ستاله نامه سره مشابهت لري اوماته به داسي ښكاريده كوم وخت به مي چي ددې نوم واخيست لكه تاته به مي چي درږغ كوله.ډيره تاته شويده انشاءالله ډيره به نيک بخته لكه ته چي يي دا به هم هغسي وي .خبري راڅخه ډيري زياتي شوې څه وكړم كتابونه ،كتابونه مي په زړه كي دي .راځم خپلي اصلي موضوع ته .زړه راته ډيرزور راكوي چي درڅخه ډيره ليري اوډيره ليري شوم ،خوستامحبوبيت مي هم په نظر كي نيولى دى .زه پردې دنيادومره بختوره نه شوم چي تر څوسره ژوندي يو يوځاي اوخوشحاله واوسو.داخوخيرپه هرصورت ،زه په هغه بله دنيا كي چي حقيقتي اوتل پاتي دنيا ده په هغه دنياكي به دي هيڅوک هم راڅخه وانه خلي .په دې دنيا كي خودي مينه دبل چالپاره ده خو پام دي وي چي زه په هغه دنيا كي ستا دعوه ګيره يوازي او يوازي زه يم .ته كه هرڅومره مينه له څانګې سره ولري خوزه به