Get Mystery Box with random crypto!

دااجازه هلته در نه كړم ،ځكه زه خوهم حق لرم اوحق به مي هلته راپ | لیونیان

دااجازه هلته در نه كړم ،ځكه زه خوهم حق لرم اوحق به مي هلته راپه ځاي كوې .زما په ګناه دي الله جل جلاله هيڅكله مه نيسه مادرته خپل حق بخښلى دى . ستاعذابونه دي پروردګار ټول ماته راكړي .تل مي همدادعا وه هميشه مي دا ويلي دي .دځان دمريضي په اړه به هم درته ووايم داځكه چي كوم سوال درته پيدانه شي .يوقسم مريضي راته پيداشوي وه چي كله به ستاپه فكرونو كي وركه شوم ، په زړه به مي داسي يوشدت درد شوچي هيڅ مي نشو زغملاي ،دهغه درد سربيره به مي هم چاته څه نه ويل
.دادرد به په اوونۍ كي حتماًًيوار دزړه دروازه راټكول .كله به چي درد زيات شو ،په ځان به نه پوهيدم بي حسه شوې به وم كله به چي پرسد شوم نازو اوموربه مي سرته راته ناستې وې اوډيري يخي اوبه به يي راباندي اچولي وې .دوي به پوښتنه راڅخه وكړه چي څه دروشول مابه ورته درواغ ويل چي دخوب ګولۍ مي وخوړه هغه لكه چي تاثيرراباندي كړي دي . يوه ورځ ددې مرض دمعلومولولپاره روغتون ته يوازي ولاړم.په روغتون كي ډاكټرانو دټول بدن دكتلومعاينات راته وليكل .معاينات مي بشپړكړل په معايناتوكي ليكل شوي و چي ماته قلبي تكليفونه پيداشوي دي .دزړه والونه مي وينه ښه نه شي پمپ كولاي او يو وال يي ډيره صدمه ليدلې ده بايد هغه وال ليري شي اوپه ځاي يي ورته بل نوي وال ولويږي. همداسي راته عصبي او روحي تكليف هم پيداشوي و.ډاكټرانو چي معاينات وليدل واقعاواقعاً چي ډيره خوايي رابانده بده اوهم ډيرراته خواشني شول هغوي راته وويل:
ته له ډيرسخت حالت سره مخامخ يي .ولي دي مخكي مونږته مراجعه نه كوله؟ څو واري درباندي دزړه حملې راغلې دي اوته نه يي راغلې .حامله هم يي ،كه دځان پروا نه وي درسره داولاد په خاطرخوبه راتلې؟ زماهم په دي خبروډيره خوابده شوه چي كاشكي مخكي ورته راغلې واي ،خوبيا به مي بيرته له ځانه سره داويل چي ګوندي په اولاد مي څه ونه شي .لنډه داچي پرځان مي هرڅومره ظلم كړي ډيرلږ دى خوپراولاد باندي مي ډيرزيات ظلم كړي .زماله حقه څخه خلاصه ده اوزه ورباندي هيڅ حق نه لرم ځكه ديوې ښه مورحق مي نه دي وركړى،نوزمابه څه حق وي .يوه اخيري خبره به لادرته وكړم هغه داچي زه ستا دكوزدې په انتظاروم ،خوتراوسه راته چاڅه نه دي ويلي .زه پوهيدم تراوسه دي كوزده نه ده شوې اوولي يي نه كوي؟داځكه درته وايم چي لاس ترزنې مه كښينه اومه هم له چاڅخه شرميږه . ستاشرم اوحياخوماته معلومه ده نوكه زما مني اوزماپه قول باندي كوي ،هرڅومره چي ژروي داكار خپله سره ورسوه .دځان په خاطراوزماپه خاطر .كه په دې كاركي غفلت وكړې نوپه زيان به دي تمامه شي. ترهركاردرته داكارډيرضرور دى.خپله مينه په لاس راوړه اوخپل مقصد ته ځان ورسوه .نورنوخپلي ليكنې ته خاتمه وركوم ،دخپلي مور اوكورنۍ دي ډيرخيال وساته ځكه دوي زماله وجې ډيروزهيريدل په خداي جل جلاله دي سپارم چي تيرشول هغه هيرشول .الله جل جلاله دي دټولي دنيا ټول سهولتونه اونعمتونه درباندي پيرزوكړي اوپه خپل رحمت كي دي غرق وګرځوي .هغه ځوک چي ستاپه ياداوستاپه نه شتون ژوندۍ ده ((ستامينه))