نیکمرغه ښځه او تر ټولو ښه مهر (۶) د شرعیت له نظره او د رسول اک | ولور
نیکمرغه ښځه او تر ټولو ښه مهر (۶) د شرعیت له نظره او د رسول اکرم ﷺ دي احادیثو پر بنیاد تر ټولو نیکمرغه ښځه هغه ښځه ده چې مهر یې لږ وي او تر ټولو ښه مهر هغه مهر دی چې کم او سپک وي. (¹) لکه په لاندي احادیثو کې چې راځي. ژباړه: د عبد الله بن عباس(رض) څخه روایت دی چې رسول اکرم ﷺ وفرمایل: بهترینه د ښځونه هغه ده چې مهر یې کم وي. (²) ژباړه: د عائشی رضی الله تعالی عنها څخه روایت دی چې رسول اکرم ﷺ وفرمایل: د برکته څخه د ښځي په میړه باندي کم مهر د دې دی.(³) ژباړه: عروة رضی الله تعالی عنه د حضرت عائشي رضی الله تعالی عنها څخه او هغه د رسول اکرم ﷺ څخه روایت کوي چې ده وفرمایل: د نیمرغۍ څخه د ښځي دادی چې چې خطبه، مهر او رحم یې اسانه وي. (⁴) او عروة رضی الله تعالی عنه وویل: او زه د ځانه څخه دا وایم چې د ښځي لومړی بدمرغي د هغې ډیر مهر دی. دغه رقم نور ډیر احادیث سته چې د لږ مهر او اسانه نکاح پکې ستایل سویده. الله راته پدې او نورو احادیثو د عمل کول تو فیق راکړي. خو له بده مرغه زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د دي احادیثو په خلاف داسي ډیر مهر اخلي چې له یوي خوا پکې بد مرغي نغښتي ده او له بلې خوا پکښي د حد دپاسه زیانونه او تاوانونه او لوی لوی آفتونه دي چې په راتلونکې کې به یو نظر پري واچوو. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (¹) المعجم الکبیر للطرانی حدیث ۱۰۹۳۷ (²) المستدرک علی الصحیحین للحاکم حدیث ۲۷۳۲ (³) الافصاح عن احادیث النکاح حدیث ۴۱ (⁴) المستدرک علی الصحیحین حدیث ۲۷۳۹