Get Mystery Box with random crypto!

(1) بسم الله الرحمن الرحيم إن أريد إلا الإصلاح ما استطعت وما ت | ولور

(1)
بسم الله الرحمن الرحيم إن أريد إلا الإصلاح ما استطعت وما توفيقي إلا بالله ، قل إن صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي لله رب العالمين بذلك أمرت وانا اول المسلمين . الحمد لله الذي أعزنا بالإسلام والصلاة على سيدنا خير الأنام وعلى آله وصحبه البررة الكرام ..

د واده کولولپاره ضروري بنسټېزه دین پوهنه نکاح دنارينه او ښځي تر مېنځ د الله تعالی د مقدس کلام په وسېله یو شرعي تړون دی چی دا تړون نارېنه او پر من يو دبل د ژوند دائمی ملګری ګرزوي ، دا تړون دیو او بل په ذمه ځيني اضافي حقوق واجب ګرزوي، همداراز دا میثاق د دوو کورنيو تر مینځ توي دخپلوي اړیکې نښلوي چې دې کارته په عامه اصطلاح کي دوستي ويله کېږي . دخپلوي دا نوی سفر که په ړندو رواجونوته بلکه به اسلامی معیارونو او څرګندو شرعی اصولو پیل شي لګښتو ته به یی کم وي ، ستوماتيوي به تلري او پایلی به یی حتما خوږې او خوندوري وي او منزل به بی هوسایی بښونکی وي ان شاء الله تعالی . خو له بده مرغه دا شرعي تړون په دوديز ډول له لومړي ورځي څخه د ناروا اصولو او غیر اسلامی کړنلارو اور واجونو له امله غاليا په داسي ديني واوړي چې دواړه کورنۍ په داسي لانجو کی ونښلوي چې نارينه او مېرمن يې دواړه په اور کې سوځول کېږي ، د طرفينو حقوق پکی پایمال شي ، کورنۍ او قامونه يو له بل سره داسي په بدو اخته شي ، چې خپل او پردې ورباندي چکچکې وهي ، او یایی مرکچيان په جرګو او مرکو باندي ستړي وي . ددې لپاره چې دا د خپلوي رشته څه ډول جوړه شي باید په هر پړاو کي بي اسلامي لارښوونې په پام کی ونیولی شي له اسراف و تبذیر څخه ډډه وشي ، له بخایه غوښتنو څخه لاس واخیستل شي ، او اسلامی ارزښتونو ته اوليت او اهمیت ورکړل شي ترڅو درشتي په کوم طرف ظلم او تجاوز وتشی ، حقدار ته خپل حقوق ورسیږي ، داخپلوي تلپاته او همېشنې وګرزوله شي او د بې مورده ګيلو شکایتونو او دښمنیو مخه ونيوله شي . د همدې مقصد لپاره چې د درو مسلمانو کورنيو تر منځ د خپلوي ودانۍ به داسی بنیادونو ودروله شي چې د نارینه او میرمني راتلونکی ازدواجی ژوند نیکمرغه شي، د همدغو دوو خاندانونو تر پنځ دخپلوي اړیکي دتل لپاره پنگي پاته شي، يوه لوري ته هم پرېشاتي نوي: د طرفينو عزت و سرمایه او تا موسوته زيا لمن تشي موتر دخپلو ژونديو تجربو او اسلامي پوهني په رڼا کې دا لاندي کرښي تر هرچا دمخه دخپل ځان لپاره او بیا د خپلي ټولني لپاره وليکلي ترڅو دهمدغو لارښوونو په ويا کې هرڅوک دخپل زوی او لور، خور او ورور لپاره د ودونو چمتو والی ونیسي ، د اسلامي رشتې د جوړولو لپاره ځیني ضروري معلومات چي يو مسلمان رشتې جوړوونکی باید مخکی
لا ورباندي خبر وي په لاندي ډول دي.
نور بیا.....