Get Mystery Box with random crypto!

کول ، مجلسونه کول، ګپ شپ، سفر کول په لاس ورسره روغبر کول مطلقا | ولور

کول ، مجلسونه کول، ګپ شپ، سفر کول په لاس ورسره روغبر کول مطلقا ناروا او حرام کار دی. البورونه او ورپندار ګاني، او ښیان، او خو بيني د تروتو او ترور انو زامن او لوڼي د ماماګانو او خاله ګانو زامن او لوټی چې مراهقين يا بالغين وي د پرديو په جمله کې رازي ځکه چې په نکاح کولو کې یې حرمت نشته (۲۰) کله چي تکاح وتړله شي له هماغه

شېبې څخه زوم ددې حق لري چي له خپلي مېرمني سره و ویني، مجلس ورسره وکړي يو دبل په مزاج او عادتونو ځانونه خبر کړي او نه هم پدې کې ده چې له واده څخه مخکي دواړه يو له بل سره وپیژني ښه به دا وي چې کله مهر بشير ادا کړل شي تر واده یوه میاشت مخکې زوم ته اجازه ورکړه شي چې له نچلی سره دپلار په کور کی ووینی که ممکنه وي او دځای تنگي نه وي هلته شپې وکړي او شرعا پدې باندي کومه پایتدي تشته دبیځایه غيرت په اساس باید زوم او نجلۍ له همدغه مشروع حق څخه چې دهغوی په نوي ژوند کی طلایی چانس ګڼل کېږي محروم تکړل شي ،

(۲۱) دا هم باید له پامه ونه غورځوو چې کله نجلۍ دپلار کورته بېوله کېږي نو له خوابیه او خوسر څخه يې اجازه غوښتله کړي او هغوی د شپو نېټه ورته ټاکي چې د اسلامي شریعت له مخې دا صرف د مېړه حق دی چې خپله مېرمن پرېږدي او که ته او دڅومره شپو لپاره، خوابيه او خوسر صرف پخپلو اولادونو حقوق لري په زوم او نږور دشریعت له مخې هېڅ ډول ټاكل شوي حقوق نلري البته زوم دخپلي مېرمني او مېرمن د خپل نارینه په خاطر چې يو دبل والدين دي او دوي دهغوی اولادونه دی ورسره دښې ګوزاره کولو او دهغوی خدمت کول او دقدر په سترګه ورته کتل د نارينه او مېرمني دواړو لپاره د الله تعالی په وړاندي اجر لري خو هغوی يې په ځينو خاصو غوښتنو دمجیوره کولو حق تلري . (۲۲) په پښتني دودونو کې پلر کی مجبوره وي چې پخپله لور پسی لاړ شي او بيا دلور خوسرګی نه عاجزي کوي چې خپله لور د هغوی لخوا د ټاکل شوي نبتې لپاره ورسره پرېږدي او دا ديوي مسلماتی کورتۍ لپاره ستر توهين دى (چې وايي اوس خو دلاس را لاندي دی) په اصل کي مېرمن پخپل نارینه دا حق لري چې هغه يې د خپلو خپلوانو کورونو ته چېرته چې شریعت ورباندي نیوکه تلري او هغه يې غوښتنه کوي باید پخپل لګښت ورسوي او بيا يې بېرته خپل کور ته يوزني دهغې دپلر کی پداسي غوښتنو مجبوره کول غير شرعی عمل دی او که يې پلرګی پخپله خوښه بیایی او ورپسې راشي تجلی خوسرګنۍ یې باید پل ګنۍ په سپکو خبرو توهین نکړي ،

(۲۳) کله چې د یوې کورنۍ څوک په حق ورسیږي هغه بله کورنۍ د رواج له مخي مكلفه ده که له کوره وي او که له پوره يو ښه پوسه باید له ځان سره د یوې ډلې کسانو په ملګرتيا دمتوفی کورته بوزني او هلته يې حلال کړي چې دا هم يو رواجی کار دی او پالل يې ځکه ناروا دي چي په شریعت کی اساس تلري غوره تګلاره داده چې دتعزیت لپاره بې پوسه ولاړشي بیا که رس ولري پوسه په مرده پسې پخپل کور کې خيرات کړي او اوم يې په غريبانو ووېشي يايې پوخ کړي اوتلييان ، عریان او دوستان هم را دعوت کړي او که يې ونکړي نو هېڅ پروا نلري هر سړي پخپل وس تبولی دی . (۲۴) پښتانه وایي لوښي چې ډېر شي غريې پورته کېږي ، دا لانحه دټولو ستونزو مخه نه نیسي کېدای شي درشتې په دوران کې له واده څخه مخکي او یا وروسته خپي داسي لانجې راسربېره شي چي خپګانو ته او بد وزېږوي پدې صورت کې باید دروغي جوړي او د لانجې او ستونزي د حل لپاره يوه داسې منل شوي دیني عالم ته چی هم بشپړه شرعي پوهنه ولري او هم ټولنیزي ستونزي هوارولی شی دواړه لوري واک ورکړي او چې دشریعت له مخې هغه هر څه پرېکړه ور وکړي باید دواړه لوري يې دسر په سترګو ومنی ، د مسلمان لپاره هر مناسبت يوه آزموینه او در پښتونی ایمان امتحان وي ، مسلمان هغه وخت وپیستونی او واقعي مسمان جوړېدلای شي چې فاسد چاپېریال او غير اسلامي دود پالنه او ذاتي کې يې د حرامو او با منکراتو ارتکاب ته وروغواړي خو هغه خان ورڅخه وساتي ، که مونږ پخپل ځان ، کور، کلي، او ټولنه کې د غير اسلامي دودونو، مروجو ظلمونو، او دښځينه وو د حقوقو دخوړلو او تلف کولو، او دنورو محرماتو د له منځه وړلو په وړاندي له جهاد کولو څخه بېوسه پويا به مود مسلمانی دعوا او د الهی نصرت تمنا بیخایه وي ځکه چې الله تعالی د ظالمانو مرسته کوي . رواجونه پالل ، او درواج او در دپالي په پلمه دمحرماتو او منکراتو مرتکب کیدل کوم حجت ندی ، که سود کول ، د يتيم مال او حقوق غصبول، ظلم او تبری کول حرام وي نو دښخينه مهر اورلور خوړل د ظلم بد ترین شکل دی ، ځکه چي قرآني آيتونه ، نبوي احادیث ، فقهي نصوص، او دسلف صالحین کردار ټول پدې متفق دي مهر دښځي حق دي هغې ته به ورکول کېږي او هېڅوک پکی دنصرف کولو حق نلري : بل داچی دا په ښخه ظلم دی په ښځو کې بیا پخپله لور ارباخور اویا مېرمن باندي چې هېڅ غيرت من انسان بی نه خوښوي او ته بې روغ ضمیر اجازت ورکوي ، او الله تعالی به ضرور ددې هرڅه سخته پوښته، ګروېې نه او محاسبه کوي .