Get Mystery Box with random crypto!

کندهار: تازه پرېکړه او تصمیم نن د کندهار یو شمېر تجارانو او صر | تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

کندهار: تازه پرېکړه او تصمیم
نن د کندهار یو شمېر تجارانو او صرافانو کندهار والي سره د افغانیو د ارزښت ساتلو او ترویج اړوند مجلس کړی.
په مجلس کي له تجارانو په ټینګه غوښتل سوي، چي په ډالرو دي رانیول او خرڅول نکوي.
په ښار کي په کالدارو او نورو بهرنیو کرنسیو د استعمال د مخنیوي لپاره هم د څار یو کمیسون ټاکل سوی.

کندهار والي ټینګار کړی، چي ټول رانیول او خرڅول باید په افغانیو سي که چا د سودا پر مهال کالداري او یا نوري پیسې استعمال کړې سخت قانوني چلند به ورسره وسي.
پرېکړه شاید سر له سبا په کندهار کي عملي سي.