آدرس کانال:
دسته بندی ها:
اخبار
زبان: فارسی
مشترکین:
9.55K
توضیحات از کانال
تبسم راډيو
د حقیقت او واقیعت په لټه
87.5 FM
91.2 FM
Ratings & Reviews
Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.
5 stars
0
4 stars
1
3 stars
0
2 stars
0
1 stars
2
آخرین پیام ها 2
2021-12-15 17:57:46
ډاکټر جمالالدین د کندهار د عامي روغتیا د رئیس او ډاکټر بسمالله باوري د مرستیال په توګه وټاکل سو
760 views14:57
2021-12-15 17:24:49
د سترې محکمې له لوري په ټول هیواد کې لاندې ټاکنې سوي:
مولوٍي محب الله د کندهار ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه
شیخ عبدالرحمان اخندزاده د کندهار ولایت د شهري محکمې د رئیس په توګه
مولوي غلام حضرت د ا وروزګان ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه
مولوي رحیم الدین د اروزګان ولایت د شهري محکمې د رئیس په توګه
عبدالودود د زابل ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه
مولوٍي فضل الرحمان د زابل ولایت د شهري محکمې د رئیس په توګه
مولوٍي سراج احمد ابوسعید د هلمند ولایت استیناف محکمې د رئیس په توګه
مولوٍي جلیل احمد هلال د هلمند ولایت د شهري محکمې د رئیس په توګه
969 views14:24
2021-12-15 16:09:09
کابل کي موسمي واوره پیل سوه.
1.2K views13:09
2021-12-15 15:48:17
سره صلیب ویلي افغانستان له ستونزو سره د مخ هېوادونو په کتار کې په نړۍ کې له بشري ناورین سره مخ لومړی سو.
دې بنسټ ویلي د دې هېواد حالت سخت اندېښمنوونکی او سراسر له فقر سره مخ کېدونکی دی.
1.2K views12:48
2021-12-15 13:50:38
نن کندهار کي ډالر ډېر راکښته سو:
یو ډالر ۱۰۳ افغانۍ
یو ډالر ۱۸۸.۶۰ کلداري
زر افغانۍ ۱۸۸۵ کلداري
1.5K views10:50
2021-12-15 07:56:39
نن کندهار کي د پټرول بیه ۸۹ افغانۍ، د ډېزلو بیه ۷۸ افغانۍ او د ګازو بیه ۹۰ افغانۍ ده.
1.8K views04:56
2021-12-15 07:13:55
افغانستان کي د خبریالانو د سختي بیوزلۍ راپورونه ددې لامل سوي، چي نړیوال خپلي بشري مرستي زیاتي کړي.
خو د مرستو د وېش پر شفافیت او دا چي مرستي چیري ځي، خبریالانو ته د څېړنو زمینه نه ده برابره سوې.
نژدې هره ورځ یوه هیواد مرسته اعلانوي، خو مستحقو ته پر نه رسېدو یې انتقادونه سته.
1.8K views04:13
2021-12-15 07:07:18
په هایټي کې د تیلو د یوه ټانکر په چاودنه کې شاوخوا ۶۲ کسان وژل شوي او په لس ګونه نور ټپیان شوي دي.
فرانس پرس خبري آژانس خبر ورکړی، چاودنه هغه مهال وشوه چې سیمه ایزو خلکو هڅه کوله هغه تیل چې ددې ټانکر څخه توی شوي وو، د ځان لپاره راټول کړي.
1.8K views04:07
2021-12-15 07:06:45
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، امریکا پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۴۷۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړي.
1.8K views04:06
2021-12-15 07:06:21
د خوړو نړیوالو پروګرام ویاندې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له توپان سره مخ دی. د سرچینې په خبره میلیونونه افغانان دمګړی د خوړو له کمښت او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
1.8K views04:06