2022-05-12 21:35:02
نورستان دسیاحینولپاره یو ځل بیا دپام وړ سیمه ګرځیدلی دی.
نیټه:١١ شوال ١٤٤٣/باخترآژانس/نورستان
نورستان ولایت دهیواد په ختیځ کې لري پرته هغه سیمه ده چې دکال په ټولو موسمونو کې دځانګړی ښکلا په لرلو سره دهیواد په داخل او خارج کې ځانګړي شهرت یې ځان ته خپل کړی دی.
دنورستان ښکلا وي کله هم په سپینو واورو پوښل شوي نښترو او نورو طبعی بوټو کې نغښتي وي او کله بیا سرشارو او بهاندو رودونواو شنو درو کې چې په همدې اساس دهیواد په کچه دملي پارک نوم یې خپل کړه.
نورستان ولایت ته په تیر جمهوري نظام کې هم دافغانستان له ګڼو برخو نه سیاحین راتلل او ددې ولایت مرکز ښکلا نه یې خوند اخستله خو دا چې اوس په ټول هیواد کې اسلامي امارت حاکم شوی او سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی دنورستان مرکز ترڅنګ ولسوالیو ته هم دسیاحینو مخه شوي اوهره ورځ په سلګونو کسان دنورستان دمختلفو سیمو نه لیدنه کوي.
که څه هم دنورستان طبعی ښکلا دتورستانو پام ځان ته اړوي او هڅوي چې هر کال دلیدو په موخه ورته مراجعه وکړي خو هغه څه چې دلته دسیاحینو لپاره ترټولو لویه ننګونه ده هغه داوسیدو ځایونو نشتوالی او دمناسب توکو کمښت دي.
تورستان نورستان درو او رغوته تلل غواړي خو وایې بله ننګونه چې دلته ورسره دوي مخ دي هغه دسرکونو خرابوالی دی .
اوس چې دافغانستان اسلامي امارت حاکم دی نو دوي هم ژمن دي چې نورستان سرکونه به رغوي او ټولو سیمو کې به تورستانو ته مناسب ځایونه برابروي ترڅو په ارامه فضا کې وکولی شي دنورستان ښکلاګانو نه ګڼ هیواد وال خوند واخلي.
که څه هم سږ کال دنورستان تنها مرکز نه آن ترپنځلس زرو پوری کورنیو توریستانو لیدنه کړي خو دمناسب ځایونو او هوټلونو دنه شتون په وجه هم دوي په ستونزوکې ول او هم دولت ته کوم دپام وړ عاید ترلاسه نه شوه.
دتوریزم او ګرځندوي برخي اګاهان په دي باور دي چې که چیري دنورستان ولایت مرکز او ولسوالیو کې امارت سهولتونه ایجاد کړي او یو شمیر تفریحی ځایونه جوړ کړی هم به دنورستان بازارونه ګرم او دتوریستانو ترڅنګ به دنورستانیانو ستونزي هم حل شي او هم به ددولت دبودیجی ډيره برخه له دی لاری ترلاسه شي.
دنورستان اوسیدونکي هم دافغانستان اسلامی امارت محلی حکومت او مرکزی ادارو نه په دې برخه کې دځانګړی پام غوښتنه لري
دنورستان محلی چارواکي هم په دي اړه ځانګړی توجه لری
دنورستان ولایت داطلاعاتو کلتور رییس مولوی سمیع الحق حق بیان وایی مونږ په هڅه کې یو ترڅو سیاحینو لپاره اسانتیاوې برابري کړو، او د یادو ستونزو د حل لپاره مو ملې تاجران تشویق کړې دي چې د هوټلونو جوړونۍ برخه کې پنګونه وکړې.
نوموړۍ وایي که چیرته پرتي ستونزې حواري شې د سیاحینو شمیر به لکونو تنو ته به ورسیږې.
که څه هم نورستان ته په زرګونو سیاحین راځی خو دنورستان ولسونه لا هم ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او لا دژوند لومړنیو اسانتیاوو نه هم برخمن نه دي.
نورستانیان وایې که امارت دغو برخو ته ځانګړي پام وکړي اونورستان کې کاري سهولتونه ایجاد شی هم به نورستانیانو ژوند وغوړیږي او هم به له دی لاري دولت ته دعوایدو لاری جوړي شي .
525 views ابابیل الغزنوي , 18:35