2022-02-06 06:42:37
انجينېیر او اقتصاد پوه:
انجينېير دا پیپسی په څو ده ؟
اقتصاد پوه: يوه پیپسی په ۳۰ افغانۍ , او دري پیپسیانۍ په ۱۰۰ افغانۍ .
انجينېیر : فکر کوم اقتصاد دي سرچپه ويلۍ دي که څنګه ؟
اقتصاد پوه: زه په خپل مسلک ښه پوهيږم .
انجينېیر : ښه! دا واخله ۳۰ افغانۍ دي يوه دانه پیپسی راکړه .
اقتصاد پوه : واخله .
انجينېیر : دا ۳۰ افغاني هم واخله يوه بله هم راکړه .
اقتصاد پوه : واخله .
انجينېیر : دغه دي نوري ۳۰ افغاني يوه بله پیپسی هم راکړه .
اقتصاد پوه : واخله .
انجينېیر : ښه! ما دري پیپسیاني په ۹۰ افغاني رانيولي او تا په ۱۰۰ افغانۍ خرڅولې، ما درته وويل چې اقتصاد دي سرچپه ويلی دی.
اقتصاد پوه : له سهار راهيسي څلورو انجينېرانو او نهو ډاکټرانو د دي لپاره چي ماته عقل راوښيې له ما څخه دري دري پیپسیاني رانيولې او زما هدف بيا دادې چي فقط خپل پیپسیاني خرڅي کړم.
د ښه فکر ، عقل او پوهې خاوند.
افلا تون
221 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 03:42