Get Mystery Box with random crypto!

د نړی هر اړخیز معلومات

لوگوی کانال تلگرام sjzjzjzjzkzk — د نړی هر اړخیز معلومات د
لوگوی کانال تلگرام sjzjzjzjzkzk — د نړی هر اړخیز معلومات
آدرس کانال: @sjzjzjzjzkzk
دسته بندی ها: دین
زبان: فارسی
مشترکین: 2.53K
توضیحات از کانال

دنړی هراړخیز معلوماتو چینل به تاسو ته وخت پروخت دنړی جالب معلومات سپورټي معلومات روغتیایی معلومات دینی معلومات ساینسی معلومات وړاندی کوی نو تاسوزموژ سره دچینل په نشرولو کی مرسه وکی
دچینل لینک
https://t.me/sjzjzjzjzkzk
تبادلی لپاره شمیره
@oziarashna

Ratings & Reviews

2.33

3 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

0

4 stars

1

3 stars

0

2 stars

1

1 stars

1


آخرین پیام ها 95

2021-07-02 15:08:57
*~د زړه د سختی او خپګان لاملونه~*
*❶ زیاتي خبري کول؛ د الله ذکر پرېښودل.*
*❷ د الله تعالی سره وعده خلافي کول*
*❸ زیات خندل*
*❹ زیات خوراک کول او حرام مال بیا بیخي زیات تاثیر لري*
*❺ زیات ګناهونه کول*

*~د زړه د سختی څخه دخلاصون علاج~*
*❶ د الله ذکر کول*
*❷ د یتیمانو او مسکینانو سره ښه کول*
*❸ مرګ زیات یادول*
*❹ د قبرونو زیارت کول او عبرت ځني اخیستل*
*❺ حلال مال خوړل*

*نن پنجشنبه ده، راسئ پر نازنین پیغمبر باندي درود هم ووایو*
*"‌اللهُم‌صلیِ‌ و سلم‌ على‌ نبيّنا مُحمد"*
384 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 12:08
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:08:20
*~غریب سپک مه ګڼه :~*
*نن متاسفانه غربت له انسان څخه آن په خپل ښار کي هم دومره پردی جوړوي، چي خلګ یې له پېژندلو څخه انکار کوي.*
*یو اسکېرلی او غریب سپک مه بوله،*
*ځکه همدا یو اللهﷻ یې تاته هم درکوي او هغه ته هم!*
*تا هم امتحانوي او هغه هم!*
*تاهم ورغواړي او هغه هم!*
_ډیرڅه دنړۍ دمنځه_
332 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 12:08
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:07:49
*رسول الله ﷺ فرمایلي:*
*د مشر ورور حق پر کشرانو باندې داسې دی؛ لکه د پلار حق پر اولاد باندې.*
*(رواه البیهقي)*
287 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 12:07
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:07:42
*حضرت محمدﷺفرمایلي دي:*
*عاجزي اختیار کړئ که چیري په عاجزۍ سره ستاسو عزت کم سو دقیامت په ورځ یې زما څخه واخلئ.*
*(رواه مسلم ۷۸۴)*
276 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 12:07
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:07:35
*رَبَّنَآ ءَامَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرّٰحِمِينَ*
[سُوۡرَةُ المؤمنون : ۱۰۹ ]

*"اې زموږ ربه! موږ ايمان راوړ، موږ ته بخښنه وکړه، پر موږ رحم وکړه، ته ترټولو رحم كوونكو څخه زيات رحم یې.*
254 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 12:07
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:07:18
244 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 12:07
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:07:18 *که چیرې موددرملتونونو (Pharmacy / Chemist ) لوحو( بورډونو) ته پام کړی وي نو پر لیکدړو(لوحو) اوبورډونو یې دمار او دیوه جام انځور لیدل کیږي.*
*ددغه انځور لرغونتوب پخواني یونان ته رسیږي.*
*وایی چې په پخواني او لرغوني یونان کې یوه ورځ دیونان د ستر پهلوان اپولو زوی اسکولاپ دیوه ناروغ په درملنه بوخت و چې ګلا ئوکس نومیده ،په دغه وخت کې ناڅاپه یو مار ( منګور) داسکولاپ ددرملنې خونې ته راننوت اواسکولاپ دغه مارپرخپلې امساء سره وواژه.*
*په دغه وخت کې یو بل مار راغی یوڅه بوټي ورسره و او هغه یې د وژل سوي مار په خوله کې کیښودل او هغه ماربیرته ژوندی سو، وروسته اسکولاپ چې دا ولیدل نو د هغه بوټو نه یې د خپل ناروغ دعلاج لپاره هم ګټه واخیستله او هغه هم روغ او جوړ سو.*
*دمار او دجام په اړوند بل افسانوي روایت دادی چې په پخواني روم کې طاعون یا وباء راغلې وه او مار دروم ښار له طاعونه وژغوره نوځکه خلکو ده ته دمننې په دود دشرابو ډک جام کیښود چې ویې څښي چې تر هغه وروسته مار او جام دروغتیا د سمبول په توګه ومنل سو.*
*همداراز د مار زهر د ډيرو ناروغیو د درملنې لپاره او دمار غوړي دبدن دعضلو او هډوکو ددرد اوروماتیزم لپاره هم ګټور دي نو ځکه مار د روغتیا سمبول ګڼل کیږي.*
#لطف یاد
236 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited  12:07
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:06:01
*~دهندوستان درامپور دپښتنو نوابانو مشهور کتابتون( رضا لائبرري)~*
*رامپور دهند داتهر پردیش د ایالت (صوبې ) یو لرغونی او پخوانی ښار دي.*
*ددغه پښتني ریاست بنسټ په ۱۷۷۴ زیږدیز کال کې پښتون رو هیله نواب فیض الله خان ایښودلی دی.*
*ویل کیږي چې درامپور درضا کتابتون کې دنورو کتابونو تر څنګ زیات شمیر پخوانۍ قلمي نسخې هم سته چې شمیر یې دولس زرو ته رسیږي چې په اردو، عربي ، فارسی او ترکي ژبو لیکلي سوي دي او ددغو خطی نسخو سربیره ډیر شمیر پښتو خطي نسخې هم پکښې خوندي دي چې په هغو کې درحمان بابا، خوشال بابا او دقاسم علي اپریدي خطي دیوانونه هم سته.*
*باید زیاته کړو چې درامپور عالمو او فا ضلو پښتنو نوابانو دارټ ، خطاطۍ ، موسیقۍ ، نقاشۍ او نورو هنرونو په اړوند ډیر ستر خدمتونه کړي دي.*
#لطف یاد
234 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited  12:06
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:05:43
*~دایفل برج (Eiffel Tower):~*
*دایفل برج چې په فرانسوي ژبه یې ( Tour Eiffel) بولي دفرانسې په پلازمیینې پاریس ( پیرس ) کې ودان سوی دی چې هرکال دنړۍ په ملیونونو سیلانیان ترې لېدنه کوي.*
*ددې برج ( ټاور) نوم ددغه برج دډیزاینر او طراح Gustave Eiffel دنامه له کبله دایفل دبرج په نامه سره یادیږي.*
*ددې برج لوړوالی (۳۲۴) مټره دی او ۱۶۶۰ زیني لري چې پاسنۍ برخې ته یې دلفټ په مرسته هم ختلاسئ.*
*دغه برج کار دفرانسې دانقلاب دسلمې کالیزې په ویاړ په۱۸۸۷زیږدیز/میلادي کې پیل اوپه۱۸۸۹ زیږدیز/میلادي کال کې تردووکلونو وروسته بشپړ شو.*
*دایفل برج د ودانولو په چاروکې ( ۸۵۰) تنو برخه درلودله.*
*دغه برج داوسپنې او فولادو د( ۱۸۳۸) بېلابېلو ټوټو نه جوړشوی دی او وزن یې لس زره ټنه دی چې ( ۷۳۰۰) ټنه فولاد پکې کارسوي دي.*
*دایفل برج تر جوړېدو دمخه دپاریس ډېرو خلکوددې برج په جوړېدو نیوکې او اعتراضونه وکړل چې ګواکې دابرج به دپاریس دښار ښکلا خرابه کړي،*
*خو له دې نه و خبر چې یووخت به ددوی دهېواد لپاره یوه غوړه عایداتي منبع وي .دفرانسې هېواد هرکال ددې برج دننداره کوونکو نه په ملیونونو یورو ترلاسه کوي.*
229 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited  12:05
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:05:34
*ډاکټر ګرې د اميرعبدالرحمن خان معالج يا ډاکټر وو، په خپل کتاب کي د امير عبدالرحمن خان د غاښونو په اړه جالبه ليکي:*
*"د امير عبدالرحن ټول غاښونه مات او پر ځای ئې مصنوعي غاښونه په روسيه کي ايښي وه.*
*ده به خپل مصنوعي غاښونه په دربار کي د ټولو په وړاندي له خپلي خولې راوويستل او د يو برش سره به يې پاک کړل، بيا به يې بيرته په خوله کي کښېښودل.*
*له دې کاره دده هدف دا وو چي خپل خلک اغېزمن کړي، ځکه چي هغه به غرني خلګ وه او تر اوسه يې مصنوعي غاښونه نه وه ليدلي، کله چي به يې خپل باچا وليد چي دومره قدرت لري چي خپل غاښونه را ايستلی سي نو ممکن د نورو خلکو د بدن غړي هم ټوتې-ټوټې کړي".*
224 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 12:05
باز کردن / نظر دهید