آدرس کانال:
دسته بندی ها:
دین
زبان: فارسی
مشترکین:
2.53K
توضیحات از کانال
دنړی هراړخیز معلوماتو چینل به تاسو ته وخت پروخت دنړی جالب معلومات سپورټي معلومات روغتیایی معلومات دینی معلومات ساینسی معلومات وړاندی کوی نو تاسوزموژ سره دچینل په نشرولو کی مرسه وکی
دچینل لینک
https://t.me/sjzjzjzjzkzk
تبادلی لپاره شمیره
@oziarashna
Ratings & Reviews
Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.
5 stars
0
4 stars
1
3 stars
0
2 stars
1
1 stars
1
آخرین پیام ها 89
2021-08-07 13:06:29
هره ورځ د یوه ساعت له پاره په خپل اړوند مسلک کې مطالعه وکړﺉ، په دې ترتیب کولای شي په اونۍ کي یو کتاب او په کال کې پنځوس کتابونه مطالعه کړﺉ او دا مو بریا تظمینوي او یقیني کوي.
براین ټریسي
71 viewsحافظ لالا, 10:06
2021-08-07 13:05:49
زه فکر کوم، د انسانانو تر منځ د خفګان لوی لامل دادی، چې موږ غواړو د نړۍ ټول انسانان ټولو مسایلو ته زموږ له دید او نظر وګوري، حال دا چې د هر انسان په زړه کې یوه جلا نړۍ له یو جلا دید او نظر سره ودانه دی.
که موږ له خلکو خپله دا هېله پرې کړو، نو فکر کوم تر دې حالت به ډیر آرامه یو.
کتاب: طبل حلبی
ګونتر ګراس
ژباړه: نصیر غورځنګ
65 viewsحافظ لالا, 10:05
2021-08-07 13:05:48
دا د بالتیمور هېواد د (جورج پي بادي) په نوم کتابخانه ده، چې د کتابونو په کان هم مشهوره دی. یواځینی کتابخانه دی، چې خلکو ته پکې د واده د مراسمو د ترسره کولو اجازه هم شته.
57 viewsحافظ لالا, 10:05
2021-08-07 13:05:48
وخت د یوې بدې خاطري له هیرولو سره مرسته نشي کولای، اما کولای شي ورسره عادت مو کړي.
لکه څنګه چې له تورې شپې سره عادت یو.
52 viewsحافظ لالا, edited 10:05
2021-08-07 13:05:13
په نړۍ کې یوه له عجیبه کورنیو څخه. دا په برازیل کي یوه کورنۍ ده ، چې ټول اووه غړي یې په دواړو لاسونو کې شپږ ګوتې لري.
د یوې کورنۍ کي په ټولو غړو کې ګډوډي خورا بدبختي ده
48 viewsحافظ لالا, 10:05
2021-08-07 13:05:13
د سګرټ څکولو دمخه د شیدو څښل د سګرټ خوند خرابوي ، هغه خلک چې غواړي د سګرټ څکول پریږدي د شيدو په څښلو سره به ډیر بریالي شي.
47 viewsحافظ لالا, 10:05
2021-08-07 13:05:12
دا عقاب د فیلیپین ملي مرغۍ ده او په فیلیپین کې د دې مرغۍ وژل 12 کاله بند او درنه جریمه لري.
45 viewsحافظ لالا, 10:05
2021-08-07 13:04:27
د شمېرو له مخې ۹۹ اشاريه ۹۱ فيصده هالينډيان بايسکلونه لري د دوی نفوس څه کم ۱۸ ميليونه دی او ۲۲ نيم میليونه سايکلونه پکې تيار زين کړي ولاړ دي. په متوسط ډول هر هالېنډی پر بايسکل د کال زر کیلومتره مزل کوي.هرڅوک چې دفتر ته په بايسکل ځي د.دوی دتشويق په خاطر ورته اضافي معاش د سايکل په خاطر ورکول کېږي، لومړی وزير يې هم ډېر وخت په سايکل دندې ته حاضرېږي (په لاندې عکس کې يې تاسې وينئ)
دموږ وال خو دې چې په بايسکل وویني وايي چې لکه سې خدای خوار که ،سايکل ته خو را ورسېد.
يا خو وايي چې لوی سړی دی، په سايکلسپور دی،مست دی مست،لاره ترې ورکه ده چې اوس څه وکړي.
تاسې دا خبرې لورېدلې دي؟
44 viewsحافظ لالا, edited 10:04
2021-08-07 13:04:26
د 5Gانټرنېټ سرعت ته به تر ۲۰۲۴ زېږدي کال پورې ۴۰ سلنه دنياوال لاس رسی ولري. چې په راتلو سره به يې وکړای شو چې يو ډاکټر که په فرانسه او امريکا کې هم وي په يو بل هېواد کې به په انلاين ډول د جراحي (Remote Surgery)عمليات ترسره کړي او يا به له بل هېواد څخه دموسيقي الې درباندې زډه کړي.
څه پوهشوئ؟
نوراحمد عايل
40 viewsحافظ لالا, 10:04
2021-08-07 13:04:26
که غواړئ چې له زلزلې څخه په ان واحد کې خبر شئ چې د رېکټر په څو درجې ،چېرته وشوه؟ نو دا اپليکېشن چې My Shake نومېږي د کليفورنيا د برکلي پوهنتون څېړونکو جوړ کړی، خپل موبايل ته ډاونلوډ کړئ او فيکس په هماغه شېبه په زلزله باندې ځان خبروئ چې ستاسې ساحه يې ښورولې ده کنه.
39 viewsحافظ لالا, edited 10:04