2021-08-02 13:58:02
*هتمن یې تر پایه ووایاست!*
*~د_موبایل_زیانونه~*
*~دا څو عادتونه کاملاً ستاسي رواني روغتیا ته زهر دي~.*
*- موبایل په لوی لاس موږ ته هره ورځ له خپل اصلي بوختیا وتلې بوختیاوي را پيداکړې ده.*
*ایرل مایلر د دماغي ستونزو لوی متخصص دی.*
*هغه وایي زموږ دماغ ذاتي په یوه وخت کي د بېلابېلو کارونو له پاره نه دی جوړ.*
*پر یوه وخت څو کارونه کول ستاسي په وجود کي د رواني فشار هرمونونه زیاتوي او ذهن مو اغېزمنوي.*
*مطلب که پر یوه وخت په مطالعه، فیسبوک، ګېم او موسیقي بوخت یاست نو نه به د دین سئ نه د سادین.*
*- غیري فزیکي بوختیا او ستړیا اوږدمهاله روغتیایي ستونزي لکه د زړه ناروغي، چاغواله، ژور خفګان، لېونتوب او ان سرطان درپېښوي.*
*که مو په دفتر کي خاص له کمپوټر، موبایل او لیکلو سره سروکار وي فزیکي تمرین مو ورځنۍ اړتیا وګڼئ.*
*ځکه دوامداره فزیکي تمرین په دماغ کي هغه کیمیاوات زیاتوي کوم چي ستاسي داوږدمهاله حافظې، زده کړي او روغتیا له پاره خورا ګټمن دي.*
*- په لندن کي د ګرېشم کالج پروفایسور ګلین ولسین وایي په یوه ورځ په یو عالم مالوماتو ځان بارول مو له اصلي کاره پاته کوي او ذهن مو له چټکتیا باسي.*
*که غواړئ چي هرڅه په سمه توګه حاصل کړئ نو پر بې ګټو مالوماتو وخت مه ضایع کوئ.*
*په عصري ژوند کي دغه څو عادتونه مو رواني او فزیکي روغتیا ته زهر دي.*
*- د ډېر وخت له پاره ناسته سخت تاواني ده.*
*د یوې تازه څېړنې له مخي چي ځای پر ځای ناسته نه یوازي داچي یوه فزیکي روغتیایي ستونزه زېږوي بلکي رواني ستونزي هم زېږوي.*
*- په ساعتونو پر سکرین بوخت پاته کېدل دماغي زیان لري.*
*په اوسني وختونو کي مخامخ ناسته په ډيجټلي بانډارونه اوښتې ده.*
*د مايچیګن پوهنتون دڅېړنو پر اساس یوازي لس دقیقې مخامخ ناسته یا باڼډار کولای سي پوهاوی او حافظه ځواکمنه کړي.*
*کله چي متقابل بانډار نه وي انسان په یوازيتوب او یا ژور خفګان اخته کېږي.*
*ټوله ورځ و سکرین ته په کتلو مو سترګې، غوږونه، غاړه او اوږې زیانمنوئ او یا کېدای سي د بې خوبۍ ستونزه در پيدا کړي.*
*- ټوله ورځ په غوږۍ کي سندرې، خبرې یا راډيو اورېدلو څخه ډډه وکړئ.*
*خلګ ذاتي داسي دي چي په لوړ اواز موسیقي واوري.*
*که تاسي په لوړ اواز موسیقي اورئ نه یوازي دا چي اورېدل مو په لوی لاس له لاسه ورکوئ بلکي هغوی چي د ډېر عمر دي په روغتیایي ستونزو لکه الزایمر اخته کېږي ځکه په لوړ اواز اورېدل دماغي نسجونه له منځه وړي.*
*- کم خوب دماغي ستونزي راولاړوي.*
*په اوسني وختونو کي مو کارونه د مهال وېش له مخي وکړئ.*
*ورستیو څېړنو ښوولې ده چي بې خوبي دماغ خوري.*
*بې خوبي د تمرکز، قضاوت، پرېکړو کولو او زده کړو وړتیا درسوځي.*
77 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited 10:58