Get Mystery Box with random crypto!

د نړی هر اړخیز معلومات

لوگوی کانال تلگرام sjzjzjzjzkzk — د نړی هر اړخیز معلومات د
لوگوی کانال تلگرام sjzjzjzjzkzk — د نړی هر اړخیز معلومات
آدرس کانال: @sjzjzjzjzkzk
دسته بندی ها: دین
زبان: فارسی
مشترکین: 2.53K
توضیحات از کانال

دنړی هراړخیز معلوماتو چینل به تاسو ته وخت پروخت دنړی جالب معلومات سپورټي معلومات روغتیایی معلومات دینی معلومات ساینسی معلومات وړاندی کوی نو تاسوزموژ سره دچینل په نشرولو کی مرسه وکی
دچینل لینک
https://t.me/sjzjzjzjzkzk
تبادلی لپاره شمیره
@oziarashna

Ratings & Reviews

2.33

3 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

0

4 stars

1

3 stars

0

2 stars

1

1 stars

1


آخرین پیام ها 96

2021-07-02 15:06:01
*~دهندوستان درامپور دپښتنو نوابانو مشهور کتابتون( رضا لائبرري)~*
*رامپور دهند داتهر پردیش د ایالت (صوبې ) یو لرغونی او پخوانی ښار دي.*
*ددغه پښتني ریاست بنسټ په ۱۷۷۴ زیږدیز کال کې پښتون رو هیله نواب فیض الله خان ایښودلی دی.*
*ویل کیږي چې درامپور درضا کتابتون کې دنورو کتابونو تر څنګ زیات شمیر پخوانۍ قلمي نسخې هم سته چې شمیر یې دولس زرو ته رسیږي چې په اردو، عربي ، فارسی او ترکي ژبو لیکلي سوي دي او ددغو خطی نسخو سربیره ډیر شمیر پښتو خطي نسخې هم پکښې خوندي دي چې په هغو کې درحمان بابا، خوشال بابا او دقاسم علي اپریدي خطي دیوانونه هم سته.*
*باید زیاته کړو چې درامپور عالمو او فا ضلو پښتنو نوابانو دارټ ، خطاطۍ ، موسیقۍ ، نقاشۍ او نورو هنرونو په اړوند ډیر ستر خدمتونه کړي دي.*
#لطف یاد
234 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited  12:06
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:05:43
*~دایفل برج (Eiffel Tower):~*
*دایفل برج چې په فرانسوي ژبه یې ( Tour Eiffel) بولي دفرانسې په پلازمیینې پاریس ( پیرس ) کې ودان سوی دی چې هرکال دنړۍ په ملیونونو سیلانیان ترې لېدنه کوي.*
*ددې برج ( ټاور) نوم ددغه برج دډیزاینر او طراح Gustave Eiffel دنامه له کبله دایفل دبرج په نامه سره یادیږي.*
*ددې برج لوړوالی (۳۲۴) مټره دی او ۱۶۶۰ زیني لري چې پاسنۍ برخې ته یې دلفټ په مرسته هم ختلاسئ.*
*دغه برج کار دفرانسې دانقلاب دسلمې کالیزې په ویاړ په۱۸۸۷زیږدیز/میلادي کې پیل اوپه۱۸۸۹ زیږدیز/میلادي کال کې تردووکلونو وروسته بشپړ شو.*
*دایفل برج د ودانولو په چاروکې ( ۸۵۰) تنو برخه درلودله.*
*دغه برج داوسپنې او فولادو د( ۱۸۳۸) بېلابېلو ټوټو نه جوړشوی دی او وزن یې لس زره ټنه دی چې ( ۷۳۰۰) ټنه فولاد پکې کارسوي دي.*
*دایفل برج تر جوړېدو دمخه دپاریس ډېرو خلکوددې برج په جوړېدو نیوکې او اعتراضونه وکړل چې ګواکې دابرج به دپاریس دښار ښکلا خرابه کړي،*
*خو له دې نه و خبر چې یووخت به ددوی دهېواد لپاره یوه غوړه عایداتي منبع وي .دفرانسې هېواد هرکال ددې برج دننداره کوونکو نه په ملیونونو یورو ترلاسه کوي.*
229 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited  12:05
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:05:34
*ډاکټر ګرې د اميرعبدالرحمن خان معالج يا ډاکټر وو، په خپل کتاب کي د امير عبدالرحمن خان د غاښونو په اړه جالبه ليکي:*
*"د امير عبدالرحن ټول غاښونه مات او پر ځای ئې مصنوعي غاښونه په روسيه کي ايښي وه.*
*ده به خپل مصنوعي غاښونه په دربار کي د ټولو په وړاندي له خپلي خولې راوويستل او د يو برش سره به يې پاک کړل، بيا به يې بيرته په خوله کي کښېښودل.*
*له دې کاره دده هدف دا وو چي خپل خلک اغېزمن کړي، ځکه چي هغه به غرني خلګ وه او تر اوسه يې مصنوعي غاښونه نه وه ليدلي، کله چي به يې خپل باچا وليد چي دومره قدرت لري چي خپل غاښونه را ايستلی سي نو ممکن د نورو خلکو د بدن غړي هم ټوتې-ټوټې کړي".*
224 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 12:05
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:02:14
*پوهېږئ چي ولې دخوب په وخت کې ديوه بالښت په غیږ کي نيولو سره راحت کېږئ؟*
*څېړنې دا ښیي چې په خوب کې په څنګ کې يو بالښت درلودل ستاسې اندېښنه او سترېس کموي.*
_
218 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited  12:02
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:01:53
*دنړۍ ټولي پانډا حیوانات دچین ملکیت دی :*
*دنړۍ د هر هیواد په باغي وحشو کي چي کوم پنډاوي دي هغه ټوله د چین څخه په پور اخیستل سوي دي او ټوله دچین ملکیت دی*
*او ددغه ډول حیواناتو کور یوازي چین دی.*
221 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited  12:01
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:01:38
*کله چي ستاسو موبایل چارج ته ایښي وي نو په هغه وخت کې دې موبایل له استعمالولو ډډه وکړﺉ,*
*ځکه دغه کار ستاسو د موبایل د بیټرۍ دخرابیدو لامل ګرځي. که پام مو وي دغه د چارجرونو مزي(لاینونه) هم دې همدې لپاره لنډي جوړ سوي, تر څو کارول یې سخت سي.*
214 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited  12:01
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:00:37
*دا سکیلټن ګل (Skeleton flower) نومیږي*
*چي کله باران پر وسي نو رنګ یی خام سي او د اوبو رنګ ځان ته غوره کړي*
*دا ګلان د چین او جاپان د غرو په لمنو کي پیداکیږي په یخ موسم کي.*
216 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited  12:00
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 15:00:30
*په نړۍ کي زړوره مرغۍ*
*یوه مرغۍ چي (dikkop) نومیږي دا مرغۍ په اندازې کي کوچنۍ ده خو څوک چي د دې په هګیو او مرغیو د برید اراده لري د ښکاریانو په مقابل کي په جرئت او زړورتیا سره دریږي.*
212 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, edited  12:00
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 14:59:36
غوصه مه کوه
د غوصې پر مهال اعوذ بالله ویل یا خپل حالت ته بدلون ورکول ښه علاج دی
207 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 11:59
باز کردن / نظر دهید
2021-07-02 14:58:29
207 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 11:58
باز کردن / نظر دهید