2021-08-07 13:03:41
السعيد من وعظ بغيره. نېک بخت هغه څوک دی چه له بل څخه پند واخلي.
دا دوه انسانان ( شیخ علي صابوني رحمه الله، نوال السعداوي ) دواړه په یوه کال( ۱۹۳۱ ) کي دنیا ته راغلل، او دا تېرو ورزو کي دواړه د نیوي کلونو په عمر له دنیا ولاړل.
شیخ صابوني رحمه الله د قرآن مفسر، د لسګونو کتابونو مصنف، د زرګونو شاګردانو استاد، چه ټول عمر یې د اسلام خدمت ته وقف کړی وو.
او دا بله ښځه نوال السعداوي چه ټول عمر یې د خپل رب سره په مقابله کي تېر کړ، د الحاد ملا یې و تړل، له اسلام ضد مشهورو څېرو څخه وه.
دوی دواړه نیوي کلونه مخکي خالي لاس دنیا ته راغلل او دا دی خالی لاس ولاړل، خو دواړو د اعمالو یوه لویه عظیمه ذخیره له ځان سره یو وړل. البته د دوی د اعمالو د ذخیرو تر منځ عظیم توپیر سته:
یوه تر خپله وسه د نېکو اعمالو توښه برابره کړل، او تر شا یې د دعوت، تصنیف، تدریس په ترڅ کي د نیکو دوامداره اعمالو یوه عظیمه سرمایه پرېښودل چه سلګونه کلونه به یی ثواب د ده د عملونو په کتاب کي لیکل کیږي.
او دې بل انسان تر خپله وسه د دین او د الله د کتاب مقابله وکړل، او تر شا یې د سیئه او بدو دوامداره عملونو یو عظیم بار پرېښود، تر هره وخته چه خلګ د دې په منهج او لار روان وي، د هغوی ګناهونه به د دې د عملونو په کتاب کي هم لیکل کیږي .
د یوه پلویان، د لاري مله، او خواخوږي ورته دعاګاني کوي، او د دې بلي پلویان، د لاری مله او خواخوږي ورته د یوې ذرې هومره ګټه نه سي رسولای.
زما مۇمنه وروره، زما مۇمنې خور!
راسئ دا اوس اوس له ځان سره فکر وکړو چه:
زه د کوم صف ملګری یم!
د چا ملا تړم!
انډیوالان، او د ناستي پاستي خلګ مي څوک دي!
که له دنیا زم دوامداره نېک اعمال مي تر شا پاته کیږي که نه!
که له دنیا زم خدای مکړه دوامداره بد اعمال خو به مي له شا نه پاته کیږي!
الله دي اول ما، بیا زما مۇمنو خویندو او وروڼو ته د عمل توفیق راکړي.
35 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 10:03