Get Mystery Box with random crypto!

دچم ښکلي دعاګاني درته کاندي نازولي دعــــــــاګاني درته کاندي | العصر بصري څانګه

دچم ښکلي دعاګاني درته کاندي
نازولي دعــــــــاګاني درته کاندي

ته سپېڅلی یې سپېڅلی دي هدف دی
چي سپېڅلي دعاګاني درته کاندي

ستابریاغواړي ددې کلي وګړي
راوتلي دعـــــاګاني درته کاندي

دګلونو دې کږې درپسي څانګي
او سنځلي دعاګاني درته کاندي

چادسترڅښتن دربارته غبرګ لاسونه
دي نیولي دعاګاني درته کاندي

ای! دسپیني اوکږې پګړۍ خاونده
ستالیدلي دعاګاني درته کاندي

ځه همت کوچیه ووایه چي خلګ
ولي ولي دعـــــاګاني درته کاندي

همت کوچی