Get Mystery Box with random crypto!

د جهاد خاطرې د کمینونو شبګیرونو او اعداد خاطرې څومره خوږې دي | العصر بصري څانګه

د جهاد خاطرې

د کمینونو شبګیرونو او اعداد خاطرې
څومره خوږې دي را یادیږي دجهاد خاطرې

فدائي یاره چې څوک پوه وي ستا د میني په راز
کله بیا اوري د مجنون او د فرهاد خاطرې

تا چې د دین په شمعه ځان کړ لولپه پتنګه
مورخ د زړه له کومي کاږي ستا په یاد خاطرې

د عشق ډېوه چي کله بله شي تیاره جهان کې
ستائي جانانه ستا خوږې د استشهاد خاطرې

تا چي دفاع کې د مظلومو سرښیندنه وکړه
څنګه به اوباسي له زړه دي دا عباد خاطرې

د روس چنګیز ،انګرېز زړګي اوس هم لړزه ووهي
چي کله هم شی ور پر زړه زموږ د هیواد خاطرې

چې له سینې دي د بارودو قطارونه تاو کړل
کړې راژوندۍ دي د حمزه او د میقداد خاطرې

و غزلونو ته مشهوده رنګینۍ ترې واخله
شعرو کي ونغاړه په څیر یې د ارشاد خاطرې

مشهود