د کيږدیو زندګي. دا د دنګو سـرو سپينو ماڼيـو زندګي هیره درنه نه کـړي د کیږدیـو زندګي تکې تـورې شپـې، تـڼاکې تلې مزلونه مه باسـه له فکـره د سختیـو زندګي نه لره تـا حق د ژوندانـه په دنیاګۍ، او ندې وه پـه مثل د ژوندیو زندګي ور مـو کـړې زړګیـه د ژڼکیـو نذرانې نه ده په قیمت د څـو روپيو زندګي تیره ده پدې خاوره دوره د ادمخور هيڅ په امـن نـه وه د مرغیو زندګي ګرده کرځېده دخزانونو سره سیلۍ نه راتللـــــه دلتـه د سپرلـیـو زندګي زړه چِ دګربزمستغفرشو پرچا راټول زر به ورنه واخیستـه مرمیو زندګي مستغفر ګربز 279 viewsedited 12:50