Get Mystery Box with random crypto!

غزل په نظر مه شه د هيواد غازي بدري سرتېري خدای ج دې اباد لري | العصر بصري څانګه

غزل

په نظر مه شه د هيواد غازي بدري سرتېري
خدای ج دې اباد لري پياوړي عمري سرتېري

دګران هيواد دفاع ته کلک لکه سندان ولاړ دي
د خپل هيواد دفاع کوي تل منصوري سرتېري

سپه سالار غازي يعقوب خدمت ته مټي نغښتې
تياروي د خدای په مرسته ابدالي سرتېري

که خدای کول وخت به راځي ستابه پوښتنه کوي
اقصٰی جهان کې لا اوس هم شته ايوبي سرتېري

د دې وطن ښارونه وګوره رڼا وي شيندې
ورته راغلي دي له غرونو يوسفي سرتېري

دا چې ساده غزل يې ځان لره ښکلا پيدا کړي
الفت ستایلي خپل غزل کې غيرتي سرتېري

الفت ملنګ